يو له ښو اعمالو څخه نیالګي كينول دي!

ليكنه :فرمان الله نجرابوال

په صفوة التفاسیر کی علامه صابوني رحمه الله فرمایی: الله عزوجل په خپل سپیڅلې کتاب کې فرمایلي دي(وفي الارض قطع متجاوراة وجنت من اعناب وزرع ونخيل وصنوان وغير صنوان يسقي بمأء واحد) سورة الرعد٤
ژباړه :په ځمكه کې بیلا بیلې ټوټې دي او څنګ پرڅنګ پوستې دي او نور باغونه دي دي پدې ځمکه کې له انګورو او فصلونه ،وني دي چې ځېنې له یوه بېخه پوره شوې او ځېنې یې ځان ته جدا بیخ لري.‏

ځېنې ډېر ښې ځمکې دي چې کرکیلې وړتیا لري اوځېنې ځمكې بیا ښوره لري چې دکرکیلې وړتیا په کې نه وي همدایوه ځمکه کې بیلا بیل کښتونه (فصلونه) د انګورو تاکونه دخرما ونې پکې کرل کېږي او دغه فصلونه او نې په یو ډول اوبو باندې خړوب کیږي خو د خوراک او رنګ له پلوه پر یوباندې غوروالی لري.

دبیلګې په ډول ویلی شو چې، انځر او انګور چې تور انګور ،حسینی انګور ،طایفې انګورو او انځر چې بیلابېل رنګونه لري او خوند یې هم له یو سره جلا جلا دي پداسې حال کې دا ټول په ځمکه كې کرل کیږې او په ډول اوبو خړوب کیږي پدې ټولو کې د الله عزوجل قدرت دی.
نو پر مونږ لازمه ده چې د الله عزوجل نعمتونو چې مونږ ور څخه برخمن یو شکر وباسو.

الله عزوجل د إنسان لپاره جنت هم پیداکړی او دوزخ هم که إنسان بد او ناوړو کارو ته لاس واچوو همدغه ناوړه کارونه به ددې لامل شې چې إنسان د جهنم تر کندو ورسوي دغه راز که یو إنسان ښه کارونه وکړي دهمدې ښو کارونه او ښو اعمالو لامله إنسان دجنت تر باغونه ورسوي . او یو له ښو اعمالو څخه هغه د ونوو /نیالګیو کینول دي.

دساینس له نظره د نیالګیو کینول ګن شمیر ګټې لرې چې تر ټولو لویه ګټه یې هوا د ککړتیا څخه ساتې یانې د همدغه ونې نیالګې د هوا صاف ستروالې کې هم ډېر مهم رول لري .دغه راز څېړنو ثابته کړې چې هغه سېمه چې سمسورتیا پوښلې وې او سرسبزه وې د هغه سېمې میشتې د بشپړې روغتیا څخه برخمن دي.

له بلې خوا د بشریت سترلارښود رسول الله ﷺ مونږ ته لارښونه کړې ده ،مونږ یې دېته هڅولې یو چې کرلیکه وکړو د زیتونو ،انګورو ،خرما او نور مثمر او غیر مثمر ونې کینوو. د نیالګیو کینول یو له هغه سترو اعمالو صالحه څه دی چې اقدسﷺ په اړه داسې فرمايي:
هر مسلمان چې نیالګی کیږدي یا فصل وکري، نو هغه نه چې انسان یا څاروی خوراک وکړي دا خامخا د ده لپاره صدقه ده. عن أنس رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ما من مسلم يغرس غرسا أو يزرع زرعا فيأكل منه إنسان أو بهيمة إلا كان له به صدقة. رواه البخاري ومسلم.

علماء وایي: کروندګر یا نیالګی کیښودونکی که د خپلې کروندې او ونو میوې او حاصلات خرڅ هم کړي بیا هم د هغه د صدقي هومره ثواب کیږي!

دغه راز نیالګې کینول یو له هغه سترو اعمالو صالحه څخه شمیرل کیږي چې ایښودونکي ته یې روسته له وفات هم ثواب ور رسیږي.لکه څنګه چې په یو حدیث شریف کې راځې(سبع یجری لعبد اجرهن وهو فی قبره وهوبعد موته من علم علما او کری نهرا او حفر بئرآ او غرس نخلا او بنی مسجدا او ورث مصحفا او ترک ولد یستغفرله بعد موته) اخرجه _بیهقی
ژباړه: اوه شیان دي چې تل به وي اجر ‎ثواب ددې او رسېږې ددې کوونکې ته آن تردې که هغه مړ وي بياهم ديته ددي اوه كارونه ثواب ورسيږي چاچې علم زدکړ ،چاچې ویاله /بیاله دنورو لپاره جوړه کړه چاچې څاه وکښله ،چاچې دخرما نیالګی کیښود ،چاچې مسجد جوړکړ،چاچې چاته قران شریف واخیست او چاچې نیک صالح اولاد پریښود چې روسته له مړینې بیا هم ده ته دوعا کوي.

نيالګي کینول که له یوې خوا د سترو اعمالو صالحه څخه شمیرل شوی دی بلخوا درسول الله ﷺ امر پرځای کول دي
نيالګي کینول که له یوې خوا دسترو اعمالو صالحه څخه شمیری شوی دی بلخوا زمونږ د سیمې ،هیواد ،چاپیریالی د سمسورتیا او زرغونتیا لپاره یوه ښه فارمولا ده. ‏‎

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close