ّد استرالیا د دفاع وزیر په پټه کابل ته راغلی وو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۷)

راپورونه وایي چې د استرالیا د دفاع وزیر «کریستوفر پاین» وړمه ورځ په یوه مخفي سفر پلازمینې کابل ته رغلی و او د افغان چارواکو په ګډون یې له خپل عسکرو سره هم لیده کاته کړي.

خبر زیاتوي، استرالیایي وزیر له افغان سیال طارق شاه بهرامي او د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر سره د روانې میاشتې په ۴-۵ نیټه لیدلي او په مهمو موضوعاتو یې بحثونه کړي.
د پاین د سفر جزیات تر هغه پټ ساتل شوي، تر څو چې نوموړي په خپله ټویټر پاڼه له دې راز څخه پرده پورته کړه.

د استرالیا دفاع وزیر او طارق شاه بهرامي

پاین دغه راز د کابل لویدیځ قرغه کې د خپلو هغو ځواکونو لیدو ته هم ورغلی چې د افغان عسکرو پر روزنه بوخت دي.
باید وویل شي چې استرالیاوي ځواکونه په افغانستان کې په تر ټولو سختو بشر ضده جنایاتو کې ښکیل بلل شوي او له نړیوالو نیوکو سره مخ شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې کابل ته د بهرنیو مشرانو په مخفي توګه زیات شوی او آن امریکایي مشران هم کابل ته په ډیره مرموزه توګه ځان رسوي تر څو د مخالفینو د کوم پلان شوي برید ښکار نه شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close