د سپتمبر د ١١مې پېښه.. پر افغانستان د بريد پلمه

سرليکنه

امريکايي استخباراتو «سي آى اې» او اسرائيلي «موساد» په ګډه سره د امريکا په ستر سوداګريز مرکز باندې بريد يوه پلمه جوړه کړې ده، دا د اسلامي هيوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان، عراق او ايران لپاره د دوی د بريد بهانه ده.

که څه هم تر اوسه پورې امريکا په افغانستان د بريد کوم روښانه بهانه يا پلمه  ونه موندله او يواځې په خپله سرزورۍ په افغانستان کې اشغال ته دوام ورکوي، خو دا يې له مخه په په پلان کې وه چې د اسلامي نړۍ پر خلاف به يوه پلمه پيدا کوي او پر هر هېواد چې بريد کوي د يوې بهانې په بناء به هلته خپل وحشت سر ته رسوي.

د دې ليکنې څخه زموږ موخه دا نه ده چې موږ دې د ١١ سپتمبر يادونه وکړو، موږ د دې لپاره چې د ١١ سپتمبر بهانه رسوا کړل شي خپلو لوستونکو ته حقيقت ورپه ګوته کوو.

که څه هم اوس په نړيواله  کچه د ١١ سپتمبر په اړه ليکنې وشوې او د امريکا او اسرائيلو پلمه هر چا ته څرګنده شوه، خو موږ هم له هغې پلمې څخه پرده پورته کول لازمي بولو څو امريکا او اسرائيل خپله هم په دې پوهه شي چې پلان او تبليغات يې هر چا ته څرګند شوي دي.

امريکا په ٢٠٠١م کال کې په ډير بدحالت کې قرار درلود، د داخلي اختلافاتو تر څنګ يې بهرنی سياست مخ په زوال روان و، په دې خاطر چې د نړيوالو مخ بل لورې ته واړوي، د ١١ سپتمبر پيښې څخه په کار اخيستلو يې پر افغانستان د بريد لپاره د اسرائيلو، غربي نړۍ اويو شمير امريکا پلوو اسلامي هېوادونو نظر په خپل لورې واړاوه.

امريکا چې له لومړي سره پر اسلامي نړۍ د بريد په فکر کې وه په سوداګريز مرکز بريد کونکي ١٩ تنه ورته ښه بهانه شوه، ترڅو دغه عرب طبعه د ټولې اسلامي نړۍ نمايندګان معرفي کړي او په هر اسلامي هیواد د بريد پلمه ترلاسه کړي.

امريکا چې د ١١ سپتمبر د پيښې بريدګر په پېښه کې ککړ ياد کړل، په دې موخه چې اسلامي نړۍ بدنامه کړي. اما په دې اړه لاس ته راغلو معلوماتو وښوده چې د امريکا او اسرائيلو استخباراتو په ګډه سره ترې ګټه پورته کړه.

هغه څه چې سي.آى.اې او موساد په ګډه سره پلان کړي وو، تر څه حده امريکا پرې کار وکړ، يعني پر افغانستان او عراق يې بريدونه وکړل، خو د اسلامي نړۍ د بريد په پلان کې تر اوسه په دې نه ده توانيدلي؛ ځکه سره د ټولو وحشي پوځونو د افغانستان په جګړه کې راګير ده.

١٧ کاله د مخه امريکا په همدې ورځ (نن) پر افغانستان او اسلامي نړۍ د بريد لپاره په پلان جوړولو کار پیل کړ، چې د همدې پلمې په پیل کې یې د سوداګرۍ د مرکز پېښه په ښه ورغله.

که دغه پېښه يې نه وای بهانه کړې، پر افغانستان یې د تيري بله پلمه نه درلوده. خو، له نيکه مرغه، تر اوسه لا په افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځونه ګير دي او پر نورې اسلامي نړۍ يې د بريد توان نه دی موندلى.

د خوښۍ ځاى دا دى چې په نورو کلونو کې به امريکا د سپتمبر د پلمې يادونه کوله او پکې د وژل شوو کسانو په ياد به یې د مکر اوښکې تويولې، امريکايي چارواکو به خپل ولس ته ډاډ ورکاوه چې په پيښه کې د وژل شوو او ژوبل شوو غج به اخلو، (طالبان به وژنو،) خو امريکا چې په افغانستان کې جګړه بايللې، د خپلې ماتې په منلو سره يې په سعودي کې د اسلامي همکاريو د سازمان په وسيله په جده کې غونډه جوړه کړه، څو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسيدا په موخه  اصلي لارې چارې ولټوي.

امريکا ١٧ کاله د مخه پر افغانستان د بريد د پلمې لپاره نورې لارې چارې لټولې او نن ورځ يې د عربستان په بلنه په جده کې د افغانستان له جګړې د ځان ژغورنې لپاره د اسلامي همکاريو د سازمان غونډه جوړه کړې ده. امريکا دا کوښښ کوي چې ځان ته د خټو د پوزې په ايښودو (سولې) په نوم د افغانستان له بايللې جګړې ځان وباسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close