ټاکل شوې سبا افغانستان له ایرلنډ سره ورستۍ پنځوس اوریزه لوبه وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۸)

ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ د اګست په دېرشمه د ايرلنډ او افغانستان کرکټ لوبدلو تر منځ د پنځوس يو ورځنيو سياليو وروستۍ لوبه وکړي.

د دواړو لوبډلو تر منځ لومړۍ لوبه افغانستان لوبډله وګټله او دوهمه لوبه چې د کرکټ په تاریخ کې د يوې ورځنيو سيالیو خپله سلمه لوبه پر ايرلنډ وبايلله.

افغانستان په پرونۍ لوبه کې په ټاکلو پنځوس اورونو ايرلنډ ته ۱۸۳ منډې هدف وټاکه چې د ايرلنډ لوبډلې ياد هدف په ۴۴ اور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ټآکلی هدف پوره او لوبه يې په خپل نوم کړه.

په دې سره د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د دریو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي شوه. درېیمه لوبه یې د جمعې په ورځ (اګست۳۱) ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close