ټاکنو کمېسيون: انتخاباتو لپاره ټول پروګرامونه بشپړ شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۴)

د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد وايي، د راتلونکو ټاکنو لپاره ټول عملياتي، تخنيکي او عملي پروګرامونه بشپړ شوي دي.

صياد له سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او کورنيو او بهرنيو څارونکو سره د انتخاباتو په غونډه کې له خلکو غوښتنه وکړه چې د دغه کمېسیون سره د شفافيت په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړی وايي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو د شفافیت لپاره له دې زیات نور څه نه شي کولای.

د صياد په وينا، د دغو انتخاباتو لپاره شاوخوا درې لکو کورنيو او يو شمير بهرنيو څارونکو ځانونه ثبت کړي دي.

د راتلونکې اوونې شنبې ورځ چې د مېزان ۲۸ سره سمون خوري د ولسي جرګې ۲۴۹ څوکیو او ولسواليو شوراګانو لپاره انتخاباتو لپاره ټاکل شوې ده.

د پوهنې وزارت د يوې اوونۍ لپاره ټول دولتي ښوونځي د انتخاباتو د مرکزونو لپاره رخصت کړي خو هغه سيمې چې د طالبانو تر حاکميت لاندې دي د زده کړو چارو روانې دي.

طالبانو دغه انتخابات جعلي پروسه بللې او له خلکو يې غوښتي چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

دغه راز طالبانو پر خپلو پلويانو غږ کړی چې په ټول توان د راتلونکو ټاکنو مخه ونيسي.

تر دې وړاندې يوه سروې چې په کابل کې ترسره شوې وه پکې شپیته سلنه خلکو ويلي و چې په ټاکنو باور نه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close