ټاکنو کمېسيون د سياسي ګوندونو د بايومټريک د کارولو غوښتنه رد کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۷)

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د سياسي ګوندونو هغه غوښتنه رد کړه چې ويلي و ” د انتخاباتو روان بهير باطل او د بایومټریک ټکنالوژۍ په کارولو سره دې د نوم لیکنې بهیر یوځل بیا پیل شي”.

د ټاکنو کمېسیون وياند حفيظ الله هاشمي وايي، په ټاکنو کې د بايو ميټريک سسټم کارول د شفافيت تر ټولو غوره لار ده خو دا چې د راتلونکو پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنو لپاره يواځې اويا ورځې پاتې دي نو په دومره کمه موده کې د بايوميټريک سستم کارول ناشوني دي.

د هاشمي په وينا:” د وخت کموالي ته په پام سره کمیسیون پرېکړه کړې چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د بايوميټريک ټکنالوژۍ څخه کار واخيستل شي ترڅو شفاف انتخابات ترسره شي”.

په ولسمشريز، پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنو کې د بايوميټريک سستم کارول او په ټاکنو څارنه د سياسي ګوندونو اساسي غوښتنې وې.

د ګوندونو مشرانو په يوې ګډې غونډې کې ويلي و چې د دوی له طرحې سره د ټاکنو کمېسيون او يوناما هوکړه کړې خو ولسمشرۍ ماڼۍ يې نه مني او ګواښ يې کړی و، که غوښتنې يې ونه منل شي په ټول توان به پارلماني او ولسمشريزې ټاکنې تحريم کړي.

ټاکل شوې ده، د روان کال د تلې مياشتې په اته ويشتمه نيټه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

دغه راز د ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ۱۳۹۸ کال د وري يودېرشمه نيټه ټاکل شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close