ټاکنو کمېسيون د سياسي ګوندونو يواځې يوه غوښتنه ومنله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۸)

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وروسته له هغې د سياسي ګوندونو د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په تړاو له درېوو غوښتنو يواځې يوه منلې ده.

د ټاکنو کمېسيون رييس ګلاجان عبدالبدیع صياد وايي، ګوندونه کولی شي چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخاباتو نظارت وکړي.

د صياد په وينا، څارنه د ګوندونو قانوني حق دی زیاتوي پخوا هم دوی ته ويل شوي چې د ټاکنو د نظارت په اړه دې د انتخاباتو کمېسیون سره پر يوه تګلاره کار وکړي چې څه ډول په مرکز او ولايتونو کې دغه څارنه وشي.

نوموړی وايي، هغه ګوندونه چې غواړي پر ټاکنو څارنه وکړي، کمېسیون ته دې خپل اسناد وړاندې کړي، له کمېسیون دې د نظارت ځانګړې پاڼې ترلاسه کړي او دغه کمېسیون ته دې خپل څارونکي وروپېژني.

سياسي ډلې غوښتنه کوي چې پر ټاکنو کې دې د دوی څارونکي وټاکل شي، انتخابات دې بايوميټريک سستم ته واړول شي او په انتخاباتو کې دې تبديلي راشي.

څه موده مخکې سياسي ګوندونو حکومت ته پنځلس ورځې ضرب الاجل وټاکه او ګواښ يې وکړ که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ورنه کړل شي دوی به ټاکنې له خنډ سره مخ کړي.

تيره ورځ د يادو ګوندونو پلويانو د کابل په ځينو برخو کې لاريونونه وکړل او ګواښ يې وکړ که غوښتنې يې ونه منل شي د اعتراضونو دغه لړۍ به تر ولايتونو ورسوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close