ټاکنو کمېسيون: د ولسمشريزو ټاکنو مهالوېش تیار دی، نيټه به يې ژر اعلان شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۶)

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي، د ولسمشريزو ټاکنو مهالوېش يې تيار کړی او ډير ژر به يې نيټه هم اعلان کړي.

د دغه کمېسيون وياند حفيظ الله هاشمي وايي، کمېسيون په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ تيار کړی مهالويش د سياسي ګوندونو، ناظرانو او د انتتخاباتو شکاياتو کمېسيون له مسوولينو سره شريک کړي.

که څه هم نوموړي د ولسمشريزو ټاکنو دقيقه نيټه اعلان نه کړه خو په وينا يې ولسمشريزې ټاکنې به د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري یا حمل د میاشتې په وروستیو کې وشي.

په عين حال کې د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي وايي، حکومت د ټاکنو د امنيت ساتلو او د مالي سرچينو د پيدا کولو مسووليت لري چې دغه کار ته يې اماده ګي نيولې ده.

د تيرې شنبې او يکشنبې په ورځ د افغانستان پارلماني ټاکنې ترسره شوې چې د هېواد له بېلابيلو ولايتونو څخه د درغليو، تقلب او امنيتي ګواښونو راپورونه ورکول شول.

د ټاکنو شکاياتو کمېسيون په وينا، د پارلماني ټاکنو په دوو ورځو کې دغه کمېسيون ته له يوولس زره څخه زيات شکايتونه رسېدلي دي.

د افغانستان تيرې ټاکنې هم د درغليو د ادعاو له کبله له سختو ننګونو سره مخ شوې چې په ترڅ کې يې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په مداخلې سره حکومت وويشل شو.

د شنونکو په باور لکه څرنګه چې په پارلماني ټاکنو کې حکومت د درغليو د مخنيوي، تخنيکي ستونزو له منځه وړو او امنيت ټينګولو کې پاتې راغی او يواځې ښارونو کې ټاکنې وشوې، ښايي ولسمشريزې ټاکنې تر دې هم له سختو ستونزو او ګواښونو سره مخ شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close