ټاکنو کمېسيون: د کابل په شمول د ځينو ولايتونو رايې له سره شمېرل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۰)

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون مسوولين وايي، د کابل په شمول به د ځينو هغه ولايتونو رايې هم له سره وشمېرل شي چې په بایومټريک سستم کې يې ستونزې او درغلۍ شوي دي.

تر دې مخکې د ټاکنو شکاياتو کمېسيون پريکړه کړې وه چې د ټولو هغو مرکزونو رايې دې له سره شمار شي چې خلکو پکې د درغليو شکايتونه کړي دي.

د دغه کمېسيون رئيس عبدالبديع صياد په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، چې د کابل په شمول به د هر هغه ولايت رايې له سره وشمېرل شي چې په اړه يې شکايتونه او پوښتنې راولاړې شوي دي.

په عين حال کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر يوسف رشيد وايي، دوهمې ورځې ته د ټاکنو غځول د دې لامل شول چې د رايو په مرکزونو سمه څارنه ونه شوه او په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي.

د ټاکنو شکاياتو کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، د تيرو ټاکنو په دوو ورځو له يوولس زره څخه زيات شکايتونه ثبت شوي چې ډیری يې د درغليو، د بايومټريک سستم د خرابوالي او د زوراکانو له خوا د ځان په ګټه د صندقونو ډکول شامل دي.

ټاکل شوې وه چې د لړم پر نوولسمه د ټاکنو پايلې اعلان شوې وای خو د ټاکنو کمېسيون په وينا د ځينو ستونزو له کبله ونه توانېدل چې په ټاکلي وخت پايلې اعلان کړي او دغه نيټه يې د ليندۍ مياشتې دوهمې ته ځنډولې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close