ټاکنو کمېسيون: څه باندې شپږ ميليونه رايه ورکوونکو نوم ليکنه کړې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۳) د افغانستان د ټاکنو کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد وايي، تر اوسه په ټول هېواد کې څه باندې شپږ ميلیونه کسانو د رايه ورکونې لپاره نوم لیکنه کړې ده.

د صياد په خبره، په دې کې څلور ميليونه او دوه دېرش زره نارینه، دوه ميليونه او يوسل اتلس زره ښځينه او پاتې نور کوچنيان، سيکان او هندوان دي.

نوموړی وايي، د ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې د نوم لیکنې بهير پای ته رسېدلی خو په کليو او بانډو کې به د چنګاښ تر ديارلسمې دوام وکړي.

د هغه په وينا، د غبرګولي مياشتې له لومړۍ تر دوه ويشتمې نيټې پورې ۲۳۹۶ کسانو ولسي جرګې لپاره او ۳۰۵۸ تنو د ولسواليو شوراګانو لپاره نوم ليکنه کړې ده په خبره يې د ولسي جرګې د نوماندانو د نوم ليکنې بهير د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېد او د ولسواليو شوراګانو نوماندانو ته دوه ورځې نور وخت هم ورکړل شو.

د ټاکنو کميسيون د وري مياشتې له پنځه ويشتمې په ټول هېواد کې د رايه ورکونکو نوم لیکنه پيل کړه او نوم لیکنې لپاره يې په ټول هېواد کې ۷۳۵۵ مرکزونه وټاکل خو د راپورونو له مخې د يادو مرکزونو له جملې يې ۵۹۲ مرکزونه په بشپړه توګه تړلي دي، ۱۸۸۸ مرکزونه تر امنيتي ګواښ لاندې دي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د ټاکنو کمېسيون کمېشنر حفيظ الله هاشمي وويل، په ټول هېواد کې ۵۱۵ د نوم ثبتونې مرکزونه د ناامنۍ او ۲۴۵ نور د انتخاباتي توکو د نه رسېدو له امله په ټول هېواد کې تړل شوي دي.

د شنونکو د ټاکنو لپاره د کافي خلکو د نه نوم لیکنې، نا امنۍ او په انتخاباتو د بې باورۍ له کبله ښايي په راتلونکو ټاکنو کې ډيری خلک برخه وانخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close