ټاکنو کمېسیون: حکومت دې شمال کې تړل شوي دفترونه پرانيځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۳) د ټاکنو کمېسیون د وياند مرستيال ذبيح الله سادات وايي، له تېرو څو ورځو راهيسې د جنبش ګوند پلويانو د اعتراض په توګه په جوزجان، فارياب، سرپل او بلخ ولايتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي او د دغه کمېسيون کارکوونکو ته د کار اجازه نه ورکوي.

د سادات په وينا، ياد ستونزه د حکومت له مشرتابه او امنيتي بنسټونو سره شريکه شوې او غوښتنه کوي چې حکومت دې ژر ترژره په يادو ولايتونو کې د ټاکنو کمېسيون دفترونه بېرته پرانيځي.

له تېرو دوه اوونيو راهيسې د جنبش ګوند پلويانو د شمال په يو شمير ولايتونو کې پر لاريونونو پيل کړی او د اعتراض په ډول يې د ځينو ولايتونو دولتي ادارو د تړلو سربيره د هېواد درې سوداګريزو بندرونو “اقینې بندر، حيرتان بندر، شيرخان بندر” لارې هم د سوداګرو پر مخ تړلي دي.

جنبشيان غوښتنه کوي چې په فارياب کې نيول شوی د دغه ګوند قومندان نظام الدين قيصاري دې خوشې او هېواد ته دې د دوستم د راتګ زمينه برابره شي.

تېره ورځ په جوزجان کې اعتراض کوونکو د ولايت مقام ودانۍ او د پوهنې رياست دروزاې وتړلې او ګواښ يې وکړ چې د ولايتي شورا دروازه به هم ډير ژر وتړي.

تازه راپورونه ښيي چې د هېواد په شمال کې د وضعيت د ارامولو لپاره د حکومت او جنرال دوستم تر منځ خبرې روانې دي.

د دوستم د دفتر رئیس عنايت الله بابر فرهمند وايي، په وروستيو ورځو کې د ولسمشر د دوهم مرستيال سروردانش او دوستم تر منځ درې ملاقاتونه شوي، تر ډيره موافقې ته رسېدلي، چې مهمه پکې هېواد ته د دوستم ستنېدل دي زياتوي چې د دواړو تر منځ وروستۍ ناسته نن ماښام کېږي، چې موافقه وشوه په دوه ورځو کې به د ولسمشر غني لومړی مرستيال هېواد ته ستون شي.

د ولسمشر د دوهم مرستيال مطبوعاتي مسئول ويلي د دواړو مرستيالانو د تازه ملاقاتونو په اړه معلومات نه لري.

جنرال دوستم شاوخوا يو کال مخکې د ايشچي له خوا د هغه سره په جنسي زورونې او شکنجه کولو تورن شو او د تداوۍ په بهانه ترکيې ته تبعيد کړای شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close