ټاکنو کمېسیون: د روان وضعيت له کبله ښايي ټاکنې پر خپل وخت ونه شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۵)

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي، که روان وضعيت همداسې دوام پيدا کړي ښايي پر خپل وخت ټاکنې ترسره نه شي.

ټاکل شوې ده چې د روان کال د تلې مياشتې په اته ويشتمه نيټه د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

خو د ټاکنو کمېسيون کمشنر حفيظ الله هاشمي وايي، د ټاکنو د مرکزي او ولايتي دفترونو تړل هيڅ قانوني حيثیت نه لري او که د دغه لاملونو له کبله پر خپل وخت ټاکنې ونه شي مسئولیت به يې د کمېسيون په غاړه نه وي.

د ټاکنو شکاياتو کمېسيون د ولسي جرګې له نوملړه د پنځه دېرش احتمالي نوماندانو نومونه په جرمونو کې د ښکېلتيا له کبله له ليسته وايستل.

خو يادو نوماندانو په لوګر، ننګرهار، کابل، پکتيا ، بلخ او يو شمير نورو ولايتونو کې د سيمه ييزو ټاکنيزو دفترونو دروازې تړلي او دا يې د حکومت له لوري له دوی سره عقده يي کړنه بللې ده.

اعتراض کوونکي وايي، دا یوه سياسي پريکړه ده چې ترډيره پکې د اجرائيه رياست مشرتابه رول لري.

د هاشمي په وينا، که د اعتراض کوونکو لاريونونه او ولايتي کمېسيون دفترونه څو ورځې نور هم تړلي پاتې شي ښايي ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شي.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکول کېدل چې د ملي يووالي حکومت په ټاکنیزو کمېسیونونو کې په مداخلې سره د واک غځولو او په خپله ګټه د انتخاباتو د راڅرخولو په فکر کې دی او غواړي چې پارلماني ټاکنې د ولسمشريزو ټاکنو سره يوځای کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close