ټاکنو کمېسیون: د پرونې ورځې په ۲۵۰ تړلو مرکزونو کې نن ټاکنې کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۹)

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وياند حفيظ الله هاشمي وايي، چې نن به په هغه ۲۵۰ ټاکنيزو مرکزونو کې انتخابات کېږي چې تيره ورځ د ځينو ستونزو له کبله تړلي پاتې شوي و او خلکو يې رايه نه ده کارولې.

د هاشمي په وينا، دغه مرکزونه د هېواد په بيلابيلو ولايتونو کې دي چې ټاکنو کمېسيون ونه توانيد څو هلته مواد ورسوي او خلک پر خپل وخت رایه ورکړي.

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې ټاکنو لپاره نږدې نهه ميليونه افغانانو نومونه ثبت کړي خو د حفيظ الله هاشمي وايي تر دې يواځې څه باندې درې ميليونه وګړو رای ورکړي دي.

په عین حال کې د حقوقي چارو یو څارونکي په ځينو مرکزونو کې بيا ځلې انتخابات د قانون خلاف کار بولي.

تيره ورځ د افغانستان پارلماني انتخاباتو کې په ځینې مرکزونو کې د رأی ورکوونکو د نوم لړ نشتوالی، د بایومټریک خرابې دستګاوې، په ډيری انتخاباتي مرکزونو کې د مامورینو نشتوالی او د طالبانو بریدونه هغه څه و چې انتخابات يې له ګډوډۍ او د خلکو له پراخو اعتراضونو سره مخ کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، که څه د انتخاباتو پر ورځ اويا زره ځواکونه د امنيت لپاره ګمارل شوي و خو زياتوي پرون له سهاره تر ماښام پورې په ټول هېواد کې ۱۹۲ پېښې شوي چې د امنيتي ځواکونو په ګډون پکې اووه ويشت کسان وژل شوي دي.

طالبانو له ټاکنو مخکې خبرداری ورکړ چې خلک دې په ټاکنو کې ګډون نه کوي او خپلو پلويانو ته يې په يوه اعلاميه کې امر کړی و چې په خپل ټول توان دې د ټاکنو مخه ونيسي.

طالبان وايي، د شنبې ورځې له سهاره تر ماښامه د هېواد په مختلفو سيمو کې يې (۴۰۷) بريدونه کړي چې (دښمن ته په کې د سر اومال درانه زیانونه اوښتي دي، انتخاباتي مراکز يې ویجاړ شوي او تړل شوي، لسګونه پولیس او عسکر يې وژل شوي او ټپیان دي، ګڼ شمیر وسائط يې تخریب شوي، د ګڼو سایټونو مواد د مجاهدینو لاس ورغلي دي) زياتوي په دغو بریدونو کې د رای ورکولو مطلق اکثریت مرکزونه تړل شوي پاتې، له ځينو ښاري سیمو پرته په نور ولایتونو او ولسوالیو کې خلکو په یاده جعلي پروسه کې ګډون ونه کړ.

طالبان وايي، پرون ورځ تر سلو پورې انتخاباتي کارمندان هم ژوندي نيول شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close