ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون: پر ټاکنو د څار لپاره پنځه زره کسان ګمارل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۹)

د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون وايي، په راتلونکو ټاکنو د څارنې لپاره پنځه زره کسان ګمارل کېږي چې هر مرکز کې به يو یو تن وجود ولري.

د ټاکنيزو شکاياتونو کمېسیون غړی دستګیر هدایت وايي، په ټولو څه باندې پنځه زره مرکزونو کې به د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون استازي حضور ولري زياتوي دوی به شکايتونه تر لاسه کي او په اړه به يې اجرائات کوي.

د هغه په وينا، دغه چاره په ټاکنو کې د درغلۍ د مخنيوي په هدف ترسره کېږي په خبره يې دا لومړی ځل دی چې د ټاکنيزو شکاياتو کمېسیون استازي به د رایه ورکولو په ټولو مرکزونو کې د څارونکو په توګه په دندو وګمارل شي.

ښاغلی هدایت زياتوي، دغه کسانو ته د ټاکنو د ترسره کېدو پر وخت د پنځو ورځو لپاره دنده ورکول کېږي او دوی واک لري چې ځينې شکايتونه په سمدستي توګه وڅېړي.

هغه وايي، تر دې مخکې ورته ډول شکايتونه د ټاکنو کمېسيون ته وړاندې کېدل چې ډيری يې د همدې کمېسیون په اړه و نو ځکه به د ټاکنيزو شکاياتو کمېسیون ته نه رسېدل.

دا چې څه ډول پر لنډمهاله کارکوونکو اعتماد کیدای شي او د دوی له خوا د ممکنه درغلۍ او یا تر اغیز لاندې راتللو ستونزې ته به څه ډول لاره په پام کې نیول کیږي.

هدایت دستګير هم دغه ستونزه مني په وينا يې هڅه شوې چې د لنډ مهاله کارمندانو لپاره کره معلومات ترلاسه شي او لکه د پخوا په شان نامعلومه کسان نه وي.

افغانستان کې د ولسي جرګې د نوماندانو کمپاین د جمعې په ورځ( د سپټمبر پر ۲۸) پیل شو او ټاکل شوې چې ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د تلې مياشتې په اته ويشتمه نيټه ترسره شي.

د راتلونکو ټاکنو په اړه سياسي ګوندونه او شنونکي وايي، چې ښايي دغه ټاکنو کې پراخه درغلي وشي چې دوی ته به د منلو وړ نه وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close