ټاکنیزو شکاياتو کمېسيون: د انتخاباتو په دوو ورځو کې ٦٠٠٠ شکايتونه ثبت شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱)

د افغانسان د ټاکنیزو شکاياتو کمېسيون وايي، د انتخاباتو په دوو ورځو کې زرګونه شکايتونه دغه کمېسيون سره ثبت شوي چې ښايي په ځينو حوزو کې انتخابات لغوه اعلان شي.

د دغه کمېسیون مرستياله حميرا حقمل وايي، د شکاياتو لومړۍ پلټنې ښيي چې تر ټولو زياتې انتخاباتي سرغړونې په کابل، لغمان او ميدان وردګو ولايتونو کې شوي دي.

د حقمل په وينا، د شکايتونو تر څېړنې او اروزنې وروسته ښايي په ځينو حوزو کې رايې باطلې اعلان او بيا ځلې انتخابات ترسره شي.

د انتخاباتو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د انتخاباتو په دوو ورځو کې اووه زره شکايتونه ثبت شوي چې شپږ زره يې په لومړۍ ورځ او زر شکايتونه په دوهمه ورځ شوي دي.

د انتخاباتو کمېسیون وياند حفيظ الله هاشمي هم مني چې په تيرو انتخاباتو کې سرغړونې شوي زياتوي چې انتخاباتو کمېسيون به له قانون سره سم په هغو انتخاباتي حوزو کې بيا ځلې انتخابات وکړي چې رايې يې باطلې اعلان شي.

د تيرې شنبې او یک شنبې په ورځ د افغانستان په ښاري سيمو کې انتخابات ترسره شول چې د طالبانو په وينا د ټاکنو بهير يې له ناکامۍ سره مخ کړ.

طالبان وايي، په دغه ورځ يې په ټاکنيزو او پوځي مرکزونو له څلور سوو زيات بريدونه کړي خو د دفاع او کورنيو چارو وزارتونود انتخاباتو په لومړۍ ورځ د طالبانو نږدې دوه سوه بریدونه تاييد کړي چې په وينا يې د عسکرو ترڅنګ پکې انتخاباتي کارمندانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د انتخاباتو په لومړۍ ورځ سلګونه انتخاباتي مرکزونه د امنيتي، تخنيکي ستونزو او کارمندانو د نه شتون له کبله تړل شوي و چې د ټاکنو کمېسیون د انتخاباتو بهير دوهمې ورځې ته وغځوه.

د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائيه مشر يوسف رشيد وايي: د انتخاباتو کمېسيون پارلماني انتخاباتو ته پوره چمتووالى نه‌درلود چې د انتخاباتو په ورځ د بېلابېلو بې‌نظميو او سرغړونو لامل وګرځېده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close