ټایوان کې زلزلې ګڼ مالي او ځاني تلفات اړولي

کابل ټکی کام ۱۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
نن سهار وختي د ټایوان هېواد په سوېل کې ۶،۴ درجې زلزله شوې، چې ۷ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۳۰۰ تنه نور ټپيان دي.
د ټایوان (ليبرټي ټایمز) ورځپاڼې لیکلي دي چې «په یوه لویه ودانۍ کې چې شاوخوا ۶۰ کورونه پکې وو، او نږدې ۲۰۰ کسان پکې اوسېدل، د زلزلې پر مهال ټوله نړېدلې ده.»
خبري رسنیو ویلي دي چې د ۴ نړېدليو ودانیو څخه ۲۲۰ کسان ژغورل شوي دي.
اوسمهال هم د مرستندویه ټولنو کارکوونکي او پولیس له کنډوالو لاندې د بندو کسانو په را ايستلو اخته دي.
خبرونه وايي، د ټاینان ښار شاوخوا نورو سیمو کې هم زلزله محسوس شوې ده.
د امریکا ځمکپېژند مرکز ویلي دي چې دغه زلزله د ځمکې سطحې ته ډېره نږدې وه، ښايي تلفات یې ډېر وي.
د ټاینان ښار کې چې دوه میلیونه وګړي اوسیږي، سوېل کې یې د برېښنا د مزو د پرې کېدو خبر هم ور کړل شوی دى.
د یادولو ده چې په ۱۹۹۹م کال هم د ټایوان په مرکزي سیمو کې د رېختر په کچه ۷،۶ درجې زلزله وشوه، چې ۲۳۰۰ کسان یې ووژل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close