ټرانسپورټ وزارت: لومړي ځل پاکستان ته د “تير” په چوکاټ کې افغان صادرات ولېږل شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۲)

د افغانستان د ټرانسبور وزارت چارواکي وايي، چې په لومړي ځل په دې توانېدلي چې د “تير” سستم په چوکاټ کې پاکستان ته د افغاني توکو صادرات ولېږي.

د ټرانسپورت وزارت مرستيال امام محمد وريماچ وايي، افغانستان په ۱۹۹۵ میلادي کال د “تیر” یا د ټرانزیټ د نړیوال کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړی چې تر اوسه ترې ګټه نه وه اخيستل شوې په وينا يې د دغه سېستم فعالېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي چارې قانوني او تر پخوا ښې کړي.

په عين حال کې د افغانستان د ماليې وزارت مرستیال عبدالله رقیبي وايي، د تیر سېستم له لارې د صادراتو لېږد رالېږد به له نورو هېوادونو سره ټرانيزيټي اړيکې تر پخوا ډاډمنې او ساده کړي.

د رقيبي په وينا، تر دې دمه په دغه نړيوال کنوانسيون کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې له لارې “اتو” افغان صادروونکو شرکتونو ګډون کړی او د نورو شرکتونو د ثبتولو هڅې روانې دي.

له بله پلوه د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال محمد يونس مومند د ياد سيستم د فعاليدو هرکلی کوي زياتوي چې د يو شمير شرکتونو موټرچلوونکي چې د تير په سستم کې فعاليت کوي د ويزو ستونزې لري چې بايد بهرنيو چارو وزارت ورته جدي پاملرنه وکړي.

د تیر ټرانزیټي سېستم په ۱۹۴۹م کال کې د اتو اروپايي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په هدف رامنځته چې ۱۹۵۹م کال کې پکې د نړۍ ډېری هېوادونه شامل او د یو نړیوال کنوانسیون په توګه وپېژندل شو چې افغانستان- پاکستان يې هم غړيتوب لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close