ټرمپ:ناټو دې نور امریکا ته د نقدو پیسو سترګې نه نیسي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۳)

امریکایي ولسمشر ټرمپ د ناټو غړو هیوادونو ته د پیسو د نه ورکړې له امله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې ددې تړون غړي هیوادونه دې نور امریکا ته د یوه نقدي بانک په توګه نه ګوري.
ټرمپ ویلي؛ ناټو باید د خپلو لګښتونو لپاره خپل مالي بوج د امریکا پر اوږو بار نه کړي ځکه چې د ده په وینا، یاد هیوادونه د خپل د ناخالص عاید له ۲ سلنې کمه مرسته کوي چې د ناتو تړون د جنګي مصارفو لپاره کفایت نه کوي.
امریکا ویلي، چې د دې تړون د غړي په توګه یې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې بیساری لګښتونه کړي چې نور د دې لویو بارونو تحمل نه شي کولی.

سپینه ماڼۍ وایي؛ چې ټرمپ به دغه خبره په راتلونکې اونۍ کې د ناټو په غونډه کې هم وکړي او له غړیو هیوادونو به د زیاتې پانګې غوښتنه وکړي.

لویدیځوال شنونکي په دې باور دي چې، په عربي نړۍ او افغانستان کې د امریکا له لوري پیل شوې جګړې د ناټو د نورو غړو هیوادونو لپاره کوم اهمیت نه لري، بلکې د امریکا لخوا په زور پرې تحمیل شوي دي.
دوی زیاتوي؛ د امریکا لخوا په افغانستان او عراق کې پيل شوو جګړو د ناټو ملا ماته کړه او غړي هیوادونه يې د مصارفو له ورکولو ستړي شوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close