ټرمپ امریکا کې د بيړني حالت اعلان وکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۷)

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مکسيکو سره پر پوله د ديوال جوړولو لپاره د بودیجې پوره کولو په پاره په دغه هېواد کې بيړنی حالت اعلان کړ.

د روان کال په لومړيو کې د امريکا په کانګريس کې جمهوري پالو او ديموکراتانو تر منځ اختلاف پيدا شو چې وروسته تر ۳۵ ورځو لپاره د امريکا دولتي ادارې وتړل شوې.

خو ټاکل شوې چې ټرمپ له کانګريس له هوکړې پرته په خپل سره پريکړه وکړي او پر يوه داسې قرارداد لاسليک وکړي څو د ياد ديوال لپاره بوديجه برابره کړي.

د ټرمپ ادارې د دې لپاره بيړنی حالت اعلان کړی چې يوځل بيا په دې تړاو بحثونه راپورته نه شي او ټرمپ د (فوق العاده واک) کارولو اراده کړې ده.

ټرمپ ولسمشرۍ ته د خپل کمپاين پر وخت ژمنه کړې وه چې له مکسيکو سره به پر پوله ديوال جوړوي څو د ناقانونه کډوالو د راتګ مخه ونيول شي.

د دغه ديوال پر جوړولو پنځه اعشاريه اووه ميليارده ډالره لګښت اټکل شوی دی. چې دغه لګښت مخکې رد شوی دی.

دیموکراتانو د ولسمشر ټرمپ د دغه اعلان او پر مکسيکو د ديوال جوړولو سره مخالفت څرګند کړی او وايي ټرمپ له خپل واک څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close