ټرمپ او افغانستان

فاتح کاروان

د امریکا لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوی او دا ځل سپینه ماڼۍ د یو بل فرعون کوربنه شوه، ډونالډ ټرمپ وګټله او زړې مکارې هیلري کلنټن میدان بایلود؛ د ټرمپ واک ته رسیدل  او په ګران هیواد کې د ټرمپ په اړه په مطبوعاتو کې تاوده بحثونه، لوستونکي به خبر وي چې د ټاکنیزو منډو ترړو او مناظرو په وخت کې د امریکا ولسمشرۍ ته دواړو نوماندانو افغانستان هیڅ یاد نه کړ، دا چې اوس ټرمپ واک ته ورسیده، نو د کابل رژیم چارواکي هم خورا ورخطا دي او له دې ځایه یې د ټرمپ بوټ پاکي شروع کړې ده، دا خواران ملامت نه دي، ځکه چې دوی خو، نو هسې هم سپینې ماڼۍ ته د بنده ګۍ سر ټیټ کړی اوس به حتماً دا فکر ورسره وي چې هسې نه امریکايي نوی ولسمشر ورباندې ډالري پېرزوینې بندی کړي او که داسې وشي نو دوی خو هسې همدغې امریکا پورې ټول امیدونه تړلي، دین او هیواد یې ورباندې پلورلي د لوی زیان سره به مخ شي؛ فلهذا دوی مه ملامتوئ او دا چې دوی وایي ټرمپ ته خوشحالي یې د پاکستان پر وړاندې د ټرمپ د سیاست په سبب ده، دا هسې پلمې دي حقیقت دادې چې ایمان پلورونکي او وجدان پلورونکي غلامان د خپلې بقا په اړه په تشویش کې دي او که امریکایي نوی بادار یې ورته د معاشاتو د جاري ساتلو ډاډ ورکړ بیا به وګورئ چې که چیرته ټرمپ د بوش او اباما نه هم زیات تمرکز په پاکستان وکړي نو د کابل رژیم د چارواکو او په اصطلاح ډیموکراتانو خولې به د تیر په څېر کلکې وتړل شي.

او تر کومه ځایه چې د افغانستان په هکله د امریکا تګلاره ده، نو ستونزمنه ده چې د ټرمپ په راتګ سره به دغه تګلاره کوم مهم بدلون ومومي؛ دا واضحه خبره ده چې امریکا د اسلام په خلاف د روانې صلیبي جګړې مشري کوي او دا چې امریکا کوم هیوادونه اشغال کړي نو دا یې د یو ولسمشر یا یو حکومت په خوښه نه بلکې د امریکا د ټولو فعالو ادارو، کلیساګانو او د خپلو نړیوالو متحدینو په خوښه او مشوره اشغال کړي چې تر شا یې ستر هدفونه پټ دي.

د افغانستان د اشغال د طرحې برابرونکي او وړاندې کوونکي اګر چې ډیر کسان و، خو په دغه ډله کې ډونالډ رمز فیلډ د بوش د دفاع وزیر، ډک چیني د امریکا د هغه وخت مرستیال ولسمشر او کاندولیزا رایس چې د پخواني ولسمشر بوش لخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه فعال کسان وه او دوی درېواړه یهودیان ؤ، هماغه طرحې چې د افغانستان او عراق د اشغال لپاره په کال ۲۰۰۱ م کې عملي شوی لا تر اوسه د امریکا سیاست په هماغه طرحو څرخیږي او ستاسو به یاد شي چې اباما د خپلو ټاکنیزو شعارونو پر مهال ویلي و چې:  که دی ولسمشر شي د عراق او افغانستان جګړې به کنټرول او خپل پوځیان به له دغه وژونکی جګړې نه راوباسي همدا ډول د دې لپاره چې په نړۍ کې د امریکا او امریکایانو نوم او حیثیت ته د رسیدلې ضربې جبران وشي، دی به د ګوانتانامو زندان بند کړي مګر نړۍ وکتل چې نه یواځې اباما د افغانستان او عراق اشغال ته د پای ټکې کینښود برعکس یې د جګړو لمنه تر لیبیا، مصر، مالي، سوریه او دادې تازه د ترکیې تر حدودو ورسوله، اباما د جګړو داسې اور بل کړ چې نږدې نیمه نړۍ یې په اور کې سوځي او د دغه جګړو اصلي هدف د اسلام او مسلمانانو ټکول دي.

اوس نو د سوچ او فکر ځای دادی چې اباما ولې په ژمنو وفا ونکړه؟ یو خو دا خبره ده چې اباما د وخت یو لوی کافر دی او کافر کله هم د وفا او امانت پروا نه ساتي دوهمه خبره چې اوسنې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به هم خپل واک کې پاتې نه شي هغه داده چې د امریکا د سیاسي، نظامي او اقتصادي پالیسۍ اصلي طراحان یهودیان دي او دا چې یهودیان د نړۍ ورانوونکو جګړو لپاره هر وخت هڅې کوي له بل طرفه د امریکایي حکومت او ټولنې کلیدي بستونه او ځایونه د یهودیانو په لاس کې دي، د ګانګریس اکثریت غړي یې یهودیان دي، د سي آی اې مهم چارواکي یهودیان دي په همدې سبب هر امریکایي ولسمشر له ولسمشرۍ نه وړاندې خپلواک خو ولسمشرۍ ته د رسېدو نه وروسته د یهودیانو په واک کې پریوځي او بیا یې دغه دجال پرست یهودیانو لکه د نانځکې لوبوي.

نو پورتنیو حقایقو ته په کتو دا له امکانه لرې خبره نه ده چې امریکایي حکومت به د یهودي فریمیسن په ملګرتیا د جګړو لمن نوره هم پراخه کړي، امریکا تل جګړه خوښې وه او ده، د افغانستان، پاکستان، ایران او عراق حکومتونه به تر هغه وخته د امریکا له مرستو برخمن وي تر څو چې امریکا ورته ضرورت ولري او دوی ورته وفادار پاتې شي، خو چې کله هم دا ضرورت پوره شو، بیا نو که هر څوک امریکا کې ولسمشر وي په دغو حکومتونو به خپلې مرستې بندی کړي، د افغانستان او منځني ختیځ نا امني د امریکا غوښتنه ده او امریکايي استخباراتي شبکه چې دغه روانې خونړۍ جګړې پر مخ وړي د ولسمشرانو په بدلون سره پرې کوم خاص اثر نه پریوځي.

لنډه دا چې اباما د بوش سیاست ته دوام ورکړ همداسې کیدای شي ټرمپ د اباما سیاست ته دوام ورکړي او که معمولي تغیرات په کې راشي هم مسلمانانو ته یې ګټه نشته البته که الله جل جلاله ورته دغه خپله روانه پالیسي په زیان تمامه کړي، نو امریکا به د مسلمانانو له اړخه داسې ګوزارونه وخوري چې تر ډیره وخته به په ځان اخته وي یعنې نا هیلي به نه کوو خو د خیر په غونډۍ به هم نه کینو، اسلامي امت او د دې امت مشران او پوهان باید ځانونه هسې بې ځایه هیله من نه کړي، د دې لپاره چې یو ښه راتلونکې ولرو باید د کفارو له غلامۍ او اسارت نه ځانونه خلاص کړو، چې دغه چاره د چټک سیاسي، نظامي او کلتوري فعالیت نه پرته ممکن نه ده، کنه نو د امریکا د ولسمشرانو ادلون بدلون به زموږ لپاره یواځې د بدبختیو د زیاتوالي سبب شي او کوم ښه زیری به د ځانه سره و نه لري.

 

د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close