ټرمپ او خطرناک افغانستان

تميم توفيق

افغانستان له وخته د پرديو يرغلګرو لپاره يو خطرناک اسيايي هيواد دی. موږ په هر مجلس او هره ليکنه کې لولو چې دلته هر څوک په بد نيت راغلي، په ګونډو شوي، زور يې اوبه شوی او بيا په پښو نه دي درېدلي او هغه د شاعر په خبره چې له افغانستان سره يې سر په څنګ وهلی، بيا يې ماغزه نه دي کرار شوي.

کټ مټ لکه د انګريز او روس په څير امريکا هم ۱۷ کلونه وړاندې يو خطرناک ښکرور او له هر چا او هر څه بې پروا قوت و. که د هغه مهال د بوش، بيا د اوباما او د واک په لومړيو کې د ټرمپ له غروره ډکې خبرې په يادوو، د نن له ټرمپ سره يې له کچې وتلی توپير وينو، بوش تر وروستۍ ورځې د غرور سر ټيټ نکړ، اوباما چې د افغانستان او افغانانو په مزاج او د خپل ولس په نبض لږ پوهـ و، د غرور له ټټو راکوز نه شو، خو کوزيدو ته مجبور شو، بلاخره ټرمپ دا دی نه يوازې دا چې غرور يې ايله کړ، بلکې د سوال ځولۍ يې هم وغوړوله.

د امريکا د اوسنی ولسمشر ټرمپ سر په دې خلاص شوی چې په يو خطرناک هيواد کې ښکيله امريکا ورته په ميراث پاتې ده، چې که ژر ترې خپل سرتيري ونه باسي، يقين دی چې برخليک به يې له پرنګ او شوروي اتحاد ډير بد تر راوخيژي. ټرمپ د خپلو عسکرو مورال هم درک کړی، چې خورا په ځوړ دی.

همدا وجه ده چې ابله ورځ يې ورسره تليفوني خبرې وکړې او تسلي يې ورکړه چې له طالبانو سره يې واقعي او پاخه مذاکرات پيل کړي دي. ټرمپ څو ځلې د مذاکراتو له ټکي سره (قوي) صفت تکرار کړ، دا دې لپاره چې خپلو عسکرو ته د څو نورو ورځو پاتې کيدو حوصله ورکړي او له دې خطرناک هيواد څخه د وتلو قوي هيله ورکړي.

څو ورځې وړاندې افغانستان ته د امريکا د کانګرس غړي راغلي وو. دا شپږ کسيزه ټيم چې کله خپل هيواد ته ستون شو، مشر يې جيم بانکز په يوه مرکه کې وويل چې په افغانستان کې وضعيت له پخوا څو برابره زيات خراب شوی و.

نوموړي ويلي: ده چې کوم افغانستان په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کې ليدلی و، ډير بدل و. هغه مهال به بهرنيو چارواکو په موټر کې تګ راتګ کاوه، خو اوس په الوتکو کې له يو ځای څخه بل ځای ته ځي. دی وايي ټرمپ ته يې هم ويلي چې افغانستان ته لاړ شي او وضعيت له نژدې وګوري.

خو فکر کيږي چې ټرمپ که څه هم د جيم بانکز په مشوره له خپلو سرتيرو سره په تليفوني خبرو کې افغانستان ته د راتلو کمزورې وعده وکړه، مګر له افغانستان څخه د ټرمپ پخوانی ډار او د نويو چارواکو ويرونکو ګوزارشاتو ته په کتلو ويلی شو چې ټرمپ به کله هم راتلو ته زړه ښه نکړي.

په افغانستان کې له خپلو سرتيرو سره په تليفوني ملاقات کې د ټرمپ د راتلو وعده خورا کمزورې وه، خو د مذاکراتو د کاميابي خبرې بيا په خورا شد او مد کولې. دا ښکاروي چې ټرمپ د خليلزاد له هڅو که سل سلنه نه وي، ۵۰٪ ضرور خوشبين دی؛ ځکه خو يې سرتيرو ته بار بار د قوي مذاکراتو ټکی تکراراوه.

حاصل دا چې د ۲۰۱۷ خطرناکه امريکا نور د خپل غرور له ټټو راکوزه شوې او نور نشي کولی په دې خطرناک افغانستان کې بې له دې چې په نظر کې نيولې ګټې په لاس ورشي، هم د خپلو سرتيرو ژوند وبايلي، هم اقتصادي وضعيت په افغانستان کې د نظامي وضعيت په څير خراب کړي او هم خپل سياسي سټيج له لاسه ورکړي.

که امريکا له دې خطرناک هيواد څخه ځان وباسي هيڅ بده به ونه ويني، بلکې ګټه به يې کړې وي، خو د هغو افغانانو په حال د سړي زړه بد شي چې ۱۷ کلونه يې له ځانونو حلقه بګوش غلامان جوړ کړي وو، هيواد يې لوټه لوټه او ولس ټوټه ټوټه کړ او اوس د يوې متاع په څير په ډيران غورځول کيږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close