ټرمپ او کیم جونګ اونګ خپلمنځي ناسته پیل کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۲)

 

له تمې سره سم امریکایی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اونګ څو ګړۍ وړاندې د سینګاپور د سینټوز ټاپو په یوه هوټل کې غونډه پیل کړه.
د واشنګټن او پیونګ یانګ تر منځ دا لیدنه له کلونو خپلمنځي جنجالونو، چنو وهلو او سختو ګواښونو وروسته تر سره کیږي.

د شمالي کوریا او امریکا مشران

کیم وویل، دا ناسته به د سولې لپاره یو ښه پیل وي، ټرمپ هم ورته خبره کړې.
د دواړو مشرانو تر منځ دوه په دوه ناسته چې نږدې یو ساعت یې دوام وکړ، هم ترسره شوه ، ټرمپ یې له جزیاتو ورکولو پرته وویل؛  له ګډې غونډې خوښ دی.

امریکا هیله لري چې شمالي کوریا به د اتومي وسلو د لمنځه وړلو کلکه ژمنه ورسره وکړي.

د شمالي کوریا مشر وویل، دلته راتګ اسان نه و، خنډونه و، خو موږ پر بریالي شوو او اوس دلته یو.
د دواړو مشرانو ترمنځ د پټې ناستې جزیات لا هم نه دي رسنیز شوي.
حنوبي کوریا له یادې ناستې څخه د ښو پایلو هیله شوودلې.
په سنګاپور کې د دواړو مشرانو ناستې په لوړه کچه امنیتي تدابیر نیول شوي.
شاوخوا ۳۰۰۰ سمندري ځواکونه، ۵۰۰۰ زره ځانګړي ځواکونه او پولیس د دې ناستې د امنیت ساتنه مخته وړي.
د دې تر څنګ د کیم جونګ اون سل کسیز ګارډ هم د غونډې امنیت څاري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close