کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نن د امریکا او طالبانو ترمنځ لیکل شوې مسوده وړاندې کیږي.
د واشنګټن ایګزامینر د راپور پر اساس چې ټرمپ به نن ماسپښین په سپینه ماڼۍ کې دغه مسوده وګوري او که چیرته دغه موافقه لاسلیک کړي نو په لومړۍ جوپه کې به ۵ زره امریکایي عسکر له افغانستانه ووځي.
ټرمپ به همدا رنګه د متحده ایالتونو له دفاع وزیر مارک یسپیر سره هم نن د مسودې د کتلو پر وخت په سپینه ماڼۍ کې له نوموړي سره مجلس وکړي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تیره شپه په کابل کې له طلوع تلویزون سره په مرکه کې وویل چې دوی مسوده چمتو کړې او فقط د ټرمپ لاسلیک پاتې دی.
خلیلزاد او طالبانو دغه مسوده په قطر کې د نهم پړاو مذاکراتو په ترڅ کې سره ترتیب کړې ده.
که چیرته ټرمپ دغه مسوده لاسلیک کړي نو د نړیوالو ضامنینو په مخ کې به طالبان او امریکا دغه توافقنامه لاسلیک او اعلانوي.
داسې ویل کیږي چې د امریکا لخوا به په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو برخه اخلي.