ټرمپ دوه افغان ترجمانان امریکايي عسکرو ته د خدمت له کبله ستايلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۰)

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يوه امریکايي عسکر روالډ شورير د ستاينې په مراسمو کې هغه دوه افغانان ترجمانان هم ستايلي چې په يوه جګړه کې يې د ټپي شويو امريکايي عسکرو درملنه او خدمت کړی و.

دغه دوه ترجمانانو چې (بهروز مومنداو زکريا) نوميږي په ۲۰۰۸ کال کې يې د نورستان ولايت په دواب ولسوالۍکې د جګړې پر مهال د ټپي امريکايي عسکرو خدمت او درملنه کړې ده.

ټرمپ وويل چې امریکا د خپلو ټولو خدمتګارانو قدر کوي او فعالیتونو ته یې په درنه سترګه ګوري.

امريکايي عسکر رونالډ شورير ته د امريکا کانګرس افتخاري مډال ورکړ او په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې نوموړو افغان ترجمانانو هم ګډون کړی و چې د ټرمپ له لوري وستایل شول او هغوی ته هم ډالونه ورکول شول.

په دغه جګړه کې چې نورستان ولايت کې پېښه شوې وه د ادرېس په نوم يو افغان ژباړن پکې وژل شوی و چې د شورير په وينا اوس يې پرخپل ځوی د ادریس نوم ايښی دی.

شورير په ۲۰۰۹کال کې له پوځ سره دنده پرېښې او وروسته يې د ولسمشر د ساتونکو په ډله کې ځان شامل کړ خو اوس مهال نوموړی پر سرطان ناروغۍ اخته شوی دی.

له کله چې بهرنيو عسکرو په افغانستان يرغل کړی له هغې راهيسې د بهرنيانو ترڅنګ سلګونه افغان ژباړونکو د هغوی د دفاع لپاره ځانونه قرباني کړي او ځينې نورو بيا په بهرنيو هېوادونو کې د پناه غوښتنې کړي چې ډير کم شمير ژباړونکو ته يې پناه ورکړل شوې خو ډيری نور بيا وايي چې حکومتونه ورته د ژوند اسانتياوې او د کار موندنې فرصتونه نه برابروي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close