ټرمپ د افغانستان په اړه په خپله تګلاره پښېمانه دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۰) يوه لوړپوړي چارواکي ويلي، د امريکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه په خپله تګلاره پښېمانه دی او ښايي دغې تګلاره بيا و ارزول شي.

دغه څرګندونې يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي رويټرز اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط کړي دي.

نوموړي ويلي، په سپينه ماڼۍ کې يې داسې بدلون ليدلی چې ښايي ولسمشر ټرمپ په راتلونکو څو مياشتو کې د افغانستان تګلارې په اړه بيا نظر کتنه وکړي.

دغه امريکايي چارواکی وايي، د ولسمشر ټرمپ د پښېمانتيا اصلي لامل په افغانستان کې د ټرمپ تګلارې ناکامېدل او په دغه هېواد کې د یادې تګلارې پرمختګ نه کول دي.

ټرمپ د تير ۲۰۱۷م کال په اګست کې د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د اعلان پر مهال ويلي و، امريکايي عسکر به تر نامعلومې مودرې په افغانستان کې پاتې شي او د دغه هېواد امنيتي وضعيت ته په کتو به د ځواکونو د وتلو یا نه وتلو نيټه اعلانوي او تير کال يې افغانستان ته نور درې زره امريکايي عسکر هم راولېږل.

همدارنګه نوموړي په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته واکونه ډير کړل او د هر ډول هوايي او ځمکنيو عملياتو د کولو اجازه ورکړل شوه چې ورسره د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې لا زياتوالی راغی.

د راپورونو له مخې، د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلارې له اعلان وروسته په هېواد کې امنيتي وضعيت تر بل هروخت خراب شوی، د ملکي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې او دا نه چې طالبان مات شوي بلکې لا د پرمختګ په حال کې دي او د تير کال په پرتله يې له دولتي ځواکونو ډيرې سيمې نيولي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close