ټرمپ د امريکايي پوځ يو متقاعد(جنرال متس) د دفاع وزير په توګه ټاکلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱) الماس خدرخیل

د تازه ورکړل شويو راپورونو له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ متقاعد جنرال جيمس متس د امريکا د دفاع وزير په توګه ټاکلی دی.

ويل کېږي، چې نوموړی جنرال د اوباما له خوا په ۲۰۰۵ کال کې د ايران پر ضد د څرګندونو له کبله له دندې ګوښه شوی و.

جنرال متس چې ۴۴ کاله عمر لري، د امريکايي ځواکونو د اردو پخوانی جنرال او په افغانستان او عراق کې يې مهمې دندې ترسره کړي دي، نوموړی په ۲۰۰۴م  کې دعراق په الفلوجه کې دجګړې قومندان و.

وال سټريټ ژورنال په ننۍ خپرونه کې ليکلي، چې جنرال جيمس د ايران پر وړاندې له دښمنۍ ډک دريځ لري او په سيمه کې د ايران جمهوريت يو ستر ګواښ بولي.

مرستیال ولسمشر مایک بینس وايي: د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ته مهم کاندید میت رومني دي  او دسپینې ماڼۍ دویاندې په توګه  لورا انګرام  غوره شوې ده، خو تراوسه په دې تړاو رسمي اعلان نه دی شوې.

همداراز جنرال جمیس له ایران سره د اټومي تړون له سختو مخالفینو څخه دی، له اوباما سره یې په دې هم اختلاف رامنځته شوی وو، چې له عراق څخه  ولې سرتیري باسي؟.

په راپور کې ويل شوي چې نوموړي جنرال په ۲۰۰۵م کال کې د خپلې دندې پر مهال امريکايي سرتيرو ته ويلي و، چې سخت خوند ورکوي چې پر طالبانو ډزې کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close