ټرمپ: د امریکا سیاسي او پوځي مشران د نړۍ په کچه بیعقل او احمق کسان دي

نوموړي پر عراق برید لویه تیروتنه او ستر حماقت بللی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۳ فرید افغان)

ټرمپ یوځل بیا د امریکا پر پخوانیو مشرانو په ځانګړې توګه پر پخواني امریکایي واکمن (جورج ډبلیو بوش) سختې نیوکې کړې او هغوی یې د نړۍ ترټولو کمعقل خلک بللي.

جورج ډبلیو بوش او ټرمپ

ټرمپ په فلوریډا ایالت کې یوې غونډې ته وویل؛ وګورئ! موږ (د امریکا سیاسي او پوځي مشران) دنړۍ څومره لوی احمقان یو ځکه د اوږدمهاله سیاسي لرلید لپاره مو تر ټولو بد سیاسیون ټاکلي.

نوموړي په تمسخر امیزه توګه پر عراق د امریکا برید ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه “ ووینئ! دا بوش و، یو واقعي نابغه، هو! دابوش وو، چې د بیګناه عراقیانو وینې یې توی کړې، ووینئ کومې خطرناکې وسلې یې په عراق کې پیدا کړې؟ سره له دې چې زموږ ځیرکو استخباراتو ډیرې لویې ادعاوې درلودې“
نوموړي پر عراق برید لویه تیروتنه او ستر حماقت بللی.

د سي ان ان د راپور تر مخه؛ نوموړي د چینایي ولسمشر په څیر چې د لا محدوده مودې واکمني یې په لاس کې ده له امریکایانو وغوښتل چې دا تجربه دې هم امتحان کړي او نوړی دې د دائمي واکمن په توګه ومني.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close