ټرمپ د اوباما د دورې ټول سفيران خپل هېواد ته غوښتي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵) الماس خدرخیل

په تېرو انتخاباتو کې د امريکا منتخب ولسمشر ډونلډټرمپ د اوباما د دورې ټول سفيران خپل هېواد ته غوښتي  او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزارت نه يې غوښتنه کړې چې د اوباما ټول سفيران دې بېرته امريکا ته راوغواړي.

منتخب ولسمشر ټرمپ ته د واک د لېږد ټيم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته په يوه ليک کې ليکلي، چې په ټوله نړۍ کې دې د اوباما د حکومت سفيران بېرته امريکا ته راستانه شي.

يوې سرچينې نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي، چې ټرمپ له بهرنيو چارو وزارت نه دغه غوښتنه له کرسمس مخکې کړې او زياته کړې يې ده، چې د لوړې تر مراسمو مخکې دې ټول سفيران له خپلو دندو لرې شي.

د اصولو له مخې پخوانیو سفیرانو ته باید لږ تر لږه درې میاشتې وخت ورکړل شي، ترڅو دوی خپل کارونه په سفارت کې خلاص او یا د خپلې کورنۍ د لېږد تیاری وکړي خو ټرمپ په خپله غوښتنه کې قاطع دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close