ټرمپ د اکسان موبایل کمپنۍ مشر ټیلرسن د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند اعلان کړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۳) الماس خدرخیل

د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت لپاره د نوي وزير اعلان وکړ.

د نیویارک ټایمز د خبر له مخې، ډونالډ ټرمپ د تيلو او ګازو د نړيوال شرکت او د اکسان موبايل کمپنۍ مشر رکس ټيلرسن د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت لپاره نوماند اعلان کړی دی.

د راپورونو تر مخه، نوموړی د امريکا د مهمو شتمنو کسانو په ليست کې يو مشهور شتمن دی، ويل کېږي  چې ټیلرسن د خپلو تجربو له مخې دنړۍ له مشرانو سربیره د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم ډېر نږديوالی لري.

 تر دې وړاندې، داسې ريپوټونه خپاره شوي وو چې منتخب ولسمشر ټرمپ د روسيې ولسمشر ته نزدې کس د بهرنيو چارو وزير معرفي کوي.

بايد وويل شي، چې دغې وزارت ته د ډېرو کسانو د نومونو په ليست کې يو هم افغان الاصله زلمی خليزاد و، چې د وزارت د چوکۍ لپاره يې یادونه کېدله، خو ټرمپ د دې وزارت لپاره د امريکا مشهور ميليونر رکس وټاکلو.

ټرمپ چې یو نړیوال سوداګر او شتمن دی، نو د هیواد په کلیدي چارو کې یې هم د هیواد شتمن شخصیتونه  وګومارل چې تر ډيره یې په سیاست کې کار نه وي کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close