ټرمپ د نړۍ تر ټولو بې باور ولسمشر وبلل شو

د یوې امریکايي ادارې له لوري په ترسره شوې سروې کې خلکو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نړۍ تر ټولو بې باوره مشر بللی دی.

د سي اين این د خبر له مخې، د امریکا یوې بې پرې تحقیقاتي ادارې، پیو ریسرچ سنټر، د سږ کال له مئ میاشتې بیا تر اګست میاشت پورې د ۲۵ هېوادونو له څه باندې ۲۶ زره کسانو د امریکا د ولسمشر، د امریکا د پالیسۍ او د نورو نړیوالو مشرانو په اړه نظر وپوښت.

په سروې کې یوازې ۲۷ سلنه کسانو پر ټرمپ باور وښود، او ۷۰ سلنه نورو نوموړی بې باوره وباله.

پیو ریسرچ سنټر په خپله سروې کې ویلي چې د جرمني چانسلره، انګیلا میرکل، د نړۍ تر ټولو زیاته د باور وړ مشره ده؛ ۵۲ سلنه خلکو انګیلا میرکل د باور وړ بللې ده.

تر میرکل وروسته، د چین ولسمشر شي جینپینګ ته ۳۴ سلنه خلکو د اعتماد رایه ورکړې ده. په درېم نمبر د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین راځي، چې ۳۰ سلنه خلکو یې په اړه د باور رایه ورکړې ده. خو یوازې ۲۷ سلنه خلکو ټرمپ د باور وړ مشر بللی دی.

د آلمان ۱۰ سلنه، د فرانسې ۹ سلنه، د هسپانیې ۷ سلنه او د میککسیکو ۶ سلنه وګړو پر ټرمپ د باور درلودلو رایه کارولې ده. په حیرانوونکې توګه، په سروې کې د پوښتلو شویو اسراییلیانو له ډلې ۶۹٪ اسراییلي وګړو ټرمپ ته د باور رایه ورکړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close