ټرمپ سوله کوي او که پر نظامي ناکامۍ پرده غوړوي؟

سرلیکنه

تر اوسه پورې نه له افغانانو چا جګړه ګټلې او نه سوله. تر امريکا د مخه انګريزانو، صفويانو، قاجاريانو، عثماني ترکانو او روسانو له افغانانو سره ډيرې جګړې وکړې. په ځینو وختونو او ځايونو کې به افغانانو د کم وخت لپاره د وسلو او جنګي وسايلو د کمښت له امله پر شاتګ کړی وي، خو هغه پر شاتګ يې د سيمو په له لاسه ورکولو نه دي تمام شوي، بلکې جګړې ته په دوام ورکولو سره يې له ټولو يرغلګرو سره مقابله کړې ده — آن تر دې چې د جګړې په سنګر کې يې ورته ماتې ورکړې او د يرغلګرو ټولې لښکرې يې تار و مار کړې دي. اوسني امريکايي يرغلګر هم د پخوانيو يرغلګرو په څير له تار و مار کيدوو وروسته له افغانستانه د تيښتې لارې ګوري.

د امريکا جمهور رئيس وايي چې له طالبانو سره يې د سولې په اړه قوي خبرې روانې کړې دي.

ټرمپ دا وينا وروسته له هغې وکړه چې په تيرو ١٧ کلونو کې يې له طالبانو سره د جګړې پر مهال قوي ماتې وليده. د افغان ولس قوي کرکه او نفرت ورته څرګند شو، د افغانانو قوي حوصله يې وليده او د طالبانو قوي ايمان او قوي اراده ورته څرګنده شوه؛ ځکه يې د قوي سولې په نوم وينا وکړه.

تر څه حده د ټرمپ وينا، چې (قوي سولې ته نږدې شوي يو) پر ځای ده؛ ځکه افغان ولس قوي ايمان لري، کمزورې جګړه او کمزورې سوله افغانان نه شي ماتولی، دوی تر اوسه چا نه دي مات کړي. لله الحمد تر اوسه پورې يو يرغلګر هم له افغان ولس سره د قوي جګړې توان نه پيدا کړی او نه يې افغان ولس مات کړی دی.

د طالبانو (افغان ولس) د قوي مقاومت په بدل کې امريکا ١٧ کاله له قوي زوره کار واخست، خو خپل قوت يې د افغان ولس په مقابل کې هيڅ وليد او دا دی اوس يې افغاني الاصله امريکايي (خليلزاد) د افغانسان لپاره ځانګړی استازی وټاکه، تر څو له افغان ولس سره د افغانستان مسئله په افغاني کلتور او خبرو حل کړي او د امريکا لپاره د سولې په نوم د تيښتې لار برابره کړي.

امکان لري ټرمپ په نږدي راتلونکې کې په افغانستان کې له خپلو پوځيانو سره مخامخ هم وګوري او خپل پوځ ته د هغوی د حوصلو لوړولو په غرض وينا وکړي. په ټوله کې له دې هڅو ښکاري چې امريکا په افغانستان کې د پاتې کيدو لپاره څه نه لري، بې له دې چې د سولې په نوم تبليغ وکړي او ځان ته د څو شپو د پاتې کيدا زمينه برابره کړي.

له ټرمپ وړاندې بوش او اوباما د افغانستان د جګړې په اړه ډير څه ويل، خو هغه وخت هغوی دواړو په خپل زور باور درلود، خو ټرمپ په افغانستان کې د خپل زور څه ونه ليدل؛ ځکه يې د زور خبرې پريښودلې، البته په افغانستان کې له خپلو پوځيانو سره تليفوني خبرې کوي، ډاډ ورکوي خو د ژورنالستانو له پوښتنو ځان ساتي.

افغانانو لکه څرنګه چې يې د امريکا په شمول له ټولو يرغلګرو د جګړې ميدان ګټلی، دا ډول يې په خپل اسلامي او افغاني کلتور د سولې ميدان هم ګټلی. جګړه هم د خپل پوخ ايمان او سوله هم د خپل قوي ايمان او باور په قوت سره کوي. طالبانو تل د جګړې تر څنګ د سولې غږ پورته کړی. له جګړه مارو سره جګړه او له سوله غوښتونکو سره سوله کوي، خو د امريکا په تزويري سوله باور نه لري.

که امريکا په افغانستان کې د افغانانو په مقاومت کې پاتې نه وای راغلې، هيڅ وخت به يې په قطر کې د طالبانو له استازو سره نه وای کتلي.

په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتنه يې دا ثابتوي چې له غروره ډکې امريکا په افغانستان کې ماتې خوړلې؛ ځکه يې د سولې په نوم هلې ځلې پېل کړې دي. د امريکا غرور ته په کتلو، په دې ټوله نړۍ او هغه څوک چې د امريکا له پاليسۍ معلومات لري، شکي دي چې امريکا په افغانستان کې واقعي سوله نه غواړي او نه يې کوي، بلکې د سولې په نوم جګړې ته دوام ورکړي.

امريکا غواړې پر بايللې جګړه پرده واچوي، د دې لپاره له سولې څخه کار اخلي، داسې سوله چې خپلې ټولې ګټې يې پکې نغښتې وي.

اوس امريکايي سياسي او نظامي چارواکي په دې مشوره اخته دي چې په جګړه کې يې ګټې ونه ليدلې، په سوله کې به يې وګوري او که نه؟ او له دې وروسته په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو تر چتر لاندې جګړې ته دوام ورکړي او که نه؟

امريکا د بايللې جګړې پرده په سوله کې غواړي، خو لکه څرنګه چې يې په جګړه کې ماتې وليده. دا ډول به يې په سوله کې هم وګوري او دا به نړيوالو ته څرګنده شي چې امريکا د سولې په نوم څه غواړي؟

افغان ولس او په ځانګړې توګه طالب مشران بايد ډير په احتیاط قدمونه پورته کړي تر څو، خدای مه کړه، د جهادي مشرانو د کړنو په څېر مو د افغان ولس قربانۍ، شهادتونه او ارمانونه له خاورو سره خاورې نه شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close