ټرمپ غزې ته ورکول کېدونکې ۲۰۰ میلیونه ډالره مرستې ودرولې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر یې غزې ته ورکول کېدونکې ۲۰۰ میلیونه ډالره اقتصادي مرستې درولې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا ۲۰۰ میلیونه ډالر به په بل داسې ځای کې ولګوي چې ”زیات ارزښت او سمدستي لومړیتوب“ ولري. د دې پیسو د ترلاسه کوونکي په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

څو میاشتې وړاندې هم امریکا له فلسطین سره د ملګرو ملتونو مرسته کوونکي سازمان ته له ورکول کېدونکې مرستې ۶۵ میلیونه ډالر درولي وو.

سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ تر ننوتلو وروسته د امریکا او فلسطین اړیکې سړې شوې دی. په ځانګړې توګه، کله چې ټرمپ د تېر ۲۰۱۷ز کال په ډسمبر میاشت کې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلان او هلته یې د خپل سفارت د لېږدونې امر وکړ، د دواړو خواوو اړیکې نورې هم ترینګلې شوې.

دونالد ترامپ پیش تر هم هشدار داده بود که لزومی نمی‌بیند به جایی که از ایالات متحده حمایت نمی‌شود کمک روانه کند

تر دې اعلان وروسته، فسلطین وویل چې امریکا نور په منځني ختیځ کې د سولې د مذاکراتو د منځګړي په توګه په رسمیت نه پېژني او په دې برخه کې یې له واشنګټن سره خپلې اړیکې پرې کړې.

د فلسطین دې کړنې ته په غبرګون کې، امریکا هم فلسطین ته د ورکول کېدونکو مرستو له بندولو سره سره د نورو مالي مرستو په بیا ارزونه لاس پورې کړ او له تیرې جون میاشتې یې د ټېلر فورس په نوم قانون ته مخه کړې ده.

ټېلر فورس مصوبه پر فلسطین فشار راوړي چې ”د اسراییلو پر ضد په ترورستي اقداماتو“ کې ککړو کسانو ته باید وظیفه ورکول بند کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان او فلسطین په وار وار خبرداری ورکړی چې د مرستو بندېدل به د فلسطیني وګړو ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close