ټرمپ له اشرف غني سره له لیدنې ’انکار کړی‘

په ارګ کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ولسمشر اشرف غني سره له لیدنې انکار کړی، چې له امله یې ښاغلی غني له سفره پاتې شوی او پر ځای یې اجراییه رییس نیویارک ته تللی دی.

پژواک خبري اژانس د یوې دولتي سرچینې له خولې لیکلي چې ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې د ګډون تابیا نیولې وه، خو وروسته له هغه چې ټرمپ له نوموړي سره له لیدنې انکار وکړ، بېرته پاتې شو.

د پژواک په خبره، د حکومت رسمي سرچینو دا څرګندونې بې اساسه بللې دي.

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملګرو ملتونو په درې اویایمه ناسته کې د ګډون په موخه نن (یک‎ شنبه، د تلې اوله) د امریکا متحده ایالاتونو نیویارک ته ولاړ.

تېر کال، ولسمشر اشرف غني د افغانستان په استازیتوب د همدې کړۍ په غونډه کې ګډون کړی و، او د غونډې په څنډه کې یې له ډونلډ ټرمپ سره لنډه لیدنه وشوه.

ټاکل شوې چې د راتلونکې سه شنبې (۲۵ سپټمبر) په ورځ به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي ناسته ترسره شي، چې د افغانستان پلاوی به هم د سپټمبر په ۲۶مه وینا پکې وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close