ټرمپ ملک سلمان ته: له موږ پرته ’دوې اوونۍ‘ هم باچايي نشئ کولای

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په میسیسیپي ایالت کې خپل یوه ټاکنیز کمپاین ته په وینا کې ویلي چې د سعودي عربستان باچا ملک سلمان د امریکايي پوځ له مرستې پرته ”دوې اوونۍ“ هم په واک کې نشي پاتې کېدلای.

د رویټرز اژانس د خبر له مخې، ټرمپ خپلې انتخاباتي غونډې ته ویلي: ”موږ سعودي عربستان ساتو، تاسو به وایاست چې دوی شتمن دي. زه وایم چې زه له ملک سلمان سره مینه لرم. خو ما دې بادشاه ته وویل چې ’بادشاه – موږ تاسې ساتو – تاسې به له موږ پرته دوې اوونۍ هم دوام ونشئ کړای – باید خپل نظامي مصارف پخپله زیات کړئ‘.“

ټرمپ ونه ویل چې دا خبرې یې څه وخت ملک سلمان ته کړې دي.

ښاغلي ټرمپ، د تیرې یکشنبې په ورځ هم د سعودي له بادشاه سره په یوه ټلفوني اړیکه کې له نوموړي وغوښتل چې د نړیوال اقتصاد د ثبات او پرمختګ لپاره باید د نفتو عرضه زیاته کړي.

ټرمپ یوازې پر سعودي عربستان نیوکې نه کوي، بلکې تر دې مهاله یې جاپان، جنوبي کوریا او المان یې هم د هغوی د کمو پوځي مصارفو له امله څنډلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close