ټرمپ وايي، د امریکا د بهرنيو چارو وزير ټېلرسن بې شعوره او تنبل شخص دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۷)

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی وزير ريکس ټېلرسن بې شعوره او تنبل شخص دی.

ټرمپ وروسته له هغې دغه څرګندونې کړي چې تر دې مخکې ټېلرسن پر ټرمپ نيوکه کړې وه او هغه يې ناپوه او بې دسپلینه کس بللی و.

وړمه ورځ ټېلرسن CBS نيوز تلوېزيون ته په يوه مرکه کې ويلي و چې ټرمپ مطالعه نه کوي، احساساتي انسان دی، په تصميم نيولو کې بيړه کوي او ټرمپ دې د غير قانوني کړنو د ترسره کولو غوښتنې کولې.

خو ټرمپ په تازه ټويټ کې ليکلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی وزير ريکس ټېلرسن لټ، کمعقل او بې شعوره شخص او نه مې شوای کولی چې له شره يې ژر ځان بې غمه کړم.

ټېلرسن د ۲۰۱۷م کال په فبرورۍ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير وټاکل شو خو په ۲۰۱۸م کال کې د ټرمپ له خوا له دندې ګوښه او پر ځای يې مايک پامپيو ته دغه دنده ورکړل شوه.

ټرمپ په ياده ټويټ کې ويلي، چې دی په پامپيو وياړي ځکه چې نوموړی په ښه توګه خپله دنده مخته وړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close