ټرمپ ولې له اشرف غني سره لیدنه رد کړه؟

آصف الله آصفی

استعمار هیڅکله د مستعمرو شویو هیوادونو او استعمار شویو خلکو د ګټو لپاره یو قدم هم ږدي مګر د دې لپاره چې څو چنده مادي او معنوي ګټې یې ترې ترلاسه نشي.

تاریخ په دې شاهد دی چې استعمارګران د دې لپاره هیوادونه او ملتونه ښکیلوي چې هغوی دې ته اړ کړې څو په تدریجي توګه خپلې مفکورې، عنعنات او دین پریږدي، او د استعمارګانو په رنګ ځان او هیواد رنګ کړی.

استعمار ګران تل په خپلو مستعمرو کې هغه ډول کرکټرونه د قدرت په ګدۍ کینوي چې هغه په مطلق ډول ورسره دا ومني چې قدم په قدم به د  استعمارګرانو موخې او امرونه هم پخپله او هم پر مظلوم او مقهور ملت باندې تطبیقوي، که نشی کولای نو له قدرته یې غورځوي، او پر ځای یې هغه د چا خبره تابعدارې څیرې قدرت ته رسوي.

د استعمارګانو او مستعمره شویو هیوادونو تاریخ له دې معلوماتو څخه ډک دی، او باید چې زمونږ لپاره د لارې مشال وي.

تاسې ولیدل چې کله هم حامد کرزي د امریکایی فوځیانو د ظلم او ناتار وحشت ولید نو پر خلاف یی ودرید، په وار وار یې د امریکایی فوځیانو د بربریت خلاف نارې سورې وکړې خو خو استعمارګران کله دا ډول چیغې اوري.

حامد کرزی په خپله یوه مرکه کی ویلي دی چی امریکایانو هغه مهال چې د حکومت وخت یې په ختمیدا شو، وویل چې مونږ غواړو پنځه کاله نور هم تاسی په قدرت کې پریږدو خو په دې شرط چې امنیتي تړون به لاسلیک کوې، کرزی وایی  چې ما ورته په ځواب کې وویل چې نه نور زما په قدرت پاتې کیدا کې د ملت خیر دی او نه ستاسی په امنیتی تړون کې د ملت خیر وینم.

همغه و چې امریکا هغو اشخاصو ته د قدرت واګي په لاس ورکړل چې په ډیره بیړه یې ورسره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

اوس دغه اشخاص ښه په تابعدارۍ سره له امریکا سره روان وو، خو یوه سهوه ترې وشوه چې د هغې سزا یې سملاسي ولیده، او هغه ده چې کله په یوه غربي هیواد کې د رسول الله ص د سپکاوي د کارټونونو د مسابقې اعلان وشو نو اشرف غنی له امریکا سره تر مشورې پرته د هغه هیواد پر ضد سخت منفي غبرګون وښود، چې دا ډول حرکت هیڅکله هم یو استعمارګر هیواد یې په یوه مستعمره کې له خپلو لاسپوڅو نشي تحمل کولای، نو همدا لامل و چې څو ورځې وړاندې اشرف غني ټرمپ ته له هغه سره د لیدلو وړاندیز وکړ خو بې له ځنډه ټرمپ د هغه وړاندیز رد کړ.

اوس اشرف غني مجبور دی چی خپله دغه سهوه جبران کړي څو د ټرمپ سره یې د لیدنې زمینه برابره شی، اشرف غني سملاسي اجیرو ځواکونو ته امر وکړ چې د طالبانو په خلاف جنګ د دفاعی حالت نه تعرضي حالت ته واړوئ، ګډو ځواکونو په بیړه د افغانانو په بیدریغه وژلو، او د هغوی د کورونو په ورانولو پیل وکړ، د ننګرهار په وډیسار، سورخاب، پیټلو او د کاپیسا په تګاب، او د میدان شهر په جغتو او د غزني په اندړو او نورو سیمو کې پر بې ګناه خلکو لوړې په نیمه شپه چاپې ووهلې خلک یې ووژل او سبا ته په رڼا ورځ یې پر کورونو ورته بمونه وغورځل کورونه یې ورته کنډواله کړل.

اشرف غني د رسول الله نه د دفاع په موخه نه بلکې د ملت د قهر د څپو نه د ځان ژغورلو په موخه منفي غبرګون ښودلی و، خو خبر نه و چې د ټرمپ له د قهر  له څپې سره به مخ کیږي.

اشرف غني اوس هاند وهي څو ټرمپ د همدغه ملت په وژلو او کورنو ورانولو سره یو څه راضي کړي، څو که وکولای شي د ټرمپ دیدار یې په نصیب شی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close