ټرمپ : په افغانستان کې د سولې هڅې روانې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲)

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ تیره ورځ په کلیفورنیا ایالت کې په خپلو خبرو کې وویل، د افغان سولې پروسه په ډیر جدیت سره راونه ده، خو د سر نوشت په تړاو یې معلومات نه شته.

نوموړي زیاته کړه؛ مذاکرات پیل شوي، چې “ ممکن کامیاب یا ناکام شي، څوک نه پوهېږي.”

ټرمپ په افغانستان کې د هوایي ځواکونو یوه امریکایي جنرال ته په تلیفوني خبرو کې وویل ، چې ښایي  افغانستان ته په ممکنه  سفر کې ورسره وګوري.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو ته چمتو دی وویل “هغه څه کوو چې ښه نتیجه ولري، په دې هکله باید د مذاکراتو نتیجې ته انتظار وشي.”

ټرمپ داسې مهال داڅرګندونې کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې هڅې پیل کړې څو  د روانې جګړې د لمنځه وړلو په موخه یوه جوړجاړي ته ورسیږي.

امریکا په افغانستان شاوخوا ۱۴ زره عسکر لري چې د افغان سرتیرو په روزلو او طالبانو سره په مخامخ جګړو بوخت دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close