ټرمپ: که ايران امريکا تهديدوي، له سختو عواقبو سره به مخ شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱)

د امريکا ولسمشر ټرمپ په خپله ټويټر پاڼه ايراني سيال حسن روحاني ته خبرداری ورکړی چې د امريکا له تهديد څخه دې لاس واخلي.

ټرمپ پرون ناوخته په خپل ټويټ کې حسن روحاني ته د هغه د څرګندونو په ځواب کې وليکل: «هيڅکله امريکا مه تهديدوئ، ګنې له بدو عواقبو سره به مخ شئ.»

ټرمپ ايراني سيال ته د ټويټر له لارې وروسته له هغه ستوغ ځواب ورکړ، چې حسن روحاني د يکشنبې په سهار په خپله وينا کې د ايران په وړاندې د امريکا په پاليسۍ اعتراض وکړ، نوموړي ويلي و چې امريکا دې د زمري له لکۍ سره نه لوبيږي”له ايران سره سوله د ټولو سولو مور او شخړه به ورسره د ټولو جګړو مور وي.”

ټرمپ خپل ټويټ د انګريزي په غټو حروفو کې ليکلی، چې ښکاروي، د ايراني ولسمشر خبرو يې غوسه پارولې ده.

نوموړي د ټويټ په پای کې ليکلي “موږ نور هغه هيواد نه يو چې ستاسې د تاوتريخوالي او مرګونو د بې عقلو خبرو په وړاندې توقف وکړو”.

ټرمپ تير کال د شمالي کوريا له ولسمشر کيم جونګ اون سره هم ورته ستغې سپورې تبادله کولې، خو سږ کال يې ورسره په يو تاريخي ناسته کې مشکل حل شو.

کله چې له شمالي کوريا سره د امريکا ولشمسر ټرمپ اړيکې تر پخوا په غير متوقع شکل نږدې شوې؛ نو ټرمپ ايران په خپلو مهمو اهدافو کې شامل کړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close