ټرمپ که خپل ولس دوست ګڼي دافغانانو دښمني دی پریږدي

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د توقع پرخلاف ټرمپ زیاتې رایې ترلاسه کړې پلویان ېې زیات او مخالفین ېې کم راغلل د امریکا د قانون له مخې مقابل لوري هلیري کلنټن خپله ناکامي ومنله او ټرمپ ته ېې په کامیابۍ مبارکي ورکړه د عبدالله عبدالله اودهغه د پلویانوپه څیرېې په خپله ناکامۍ ټینګار ونه کړ.
د نوروهېوادونو د مشرانو ترڅنګ اشرف غني او عبدالله هم مبارکي ورواستوله ټرمپ د خپل جمهوري ریاست په کمپاین کې امریکا ته د مسلمانانو په ورتلو د بندیز داعلان سره مخالفت بې له سعودي ټولې اسلامي نړۍ وکړ آن خپله امریکایی مسلمانانو ېې هم مخالفت وکړ د ټرمپ کامیابي یوغیرمتوقع اعلان و چې دامریکا د نوي منتخب جمهور رئیس په توګه وشو.
بې له افغانستانه هریوهېواد د کورنۍ پالیسۍ سره سره بهرنۍ پالیسي لري اوهغه پالیسي دهغه هیواد ځانګړې اداره په لاس کې لري د امریکا پالیسي هم دځانګړې ادارې (سي،آی ای) په لاس کې ده که په امریکا کې هر واکمن واک ترلاسه کړي بهرنۍ پالیسي همدا ځانګړې اداره په لاس کې لري .
داچې یوشمیر هیوادونه له ټرمپه اندیښنه اوځنې ېې به کامیابۍ ناڅي دا دهغوئ وهم او خوشباوري ده د اسیايي هیوادونو او په ځانګړې توګه دافغانستان سره دامریکا په پالیسۍ کې د ټرمپ به کامیابۍ او ناکامۍ څه بدلون نه راځي، څه چې د افغانستان سره په پلان کې نیول شوي دي هغه به د امریکا دقانون په اساس روان وي یعني داسلامی هیوادونو اوپه ځانګړې ډول د افغانستان سره به د امریکا دښمني هغه شان وي کومه چې د بش په دوره کې دیرغل پرمهال پیل شوې ده.
د اسلامی نړۍ لپاره ټرمپ او هیلرې دواړه دښمنان دي د کفري هیوادونو څخه د دوستۍ تمه لرل ځان او ولس ته دوکه ورکول دي خو دومره په امریکا کې د وخت جمهور رئیس کولای شي چې په سنامجلس کې خپل پلوه وکیلان ېې د یوه هیواد په اړه دامریکا دګټو په خاطر یوڅه نرموالی راولي که د امریکا ګټې پکې نه وي دښمن چې هرڅومره هم خوږ شي بیاهم دښمن دی.
که څه هم امریکا د افغانستان سره د کړې معاهدې پرخلاف د دوستۍ دتړون مات کړ او پرافغانستان ېې پوځي یرغل وکړ خو امریکا خپل یرغل ته یرغل نه وايی په خپلو غونډو کې دافغانستان سره د دوستۍ په نامه مرستې اعلانوي که ټرمپ غواړي د تیرو واکمنو په څیر د افغانستان سره د دوستۍ نوم تازه کړي او خپل امریکايي ولس ته ګټه ورسوي نو دافغانانو له دښمنۍ دې لاس واخلي.
امریکا دافغانستان سره د دوستې معاهده په ۱۹۶۳ د دسمبر په دوېمه نیټه دافغانستان دپخوانی پادشاه ظاهرشاه اود امریکا دجمهور رئیس جان ایف کینډي ترمنځّ په سپینه ماڼۍ کې لاس لیک شوې ده چې د ظاهرشاه سره دسفر پرمهال د هغه وخت د مطبوعاتو د وزارت مشاور استاد خلیل الله خلیلي او د بهرنیواړیکو مسئول زلمی محمود غازي هم ملګري وو.
افغانان له ټرمپه د دوستۍ تمه نه لري دامریکا دوستي داده چې د ۲۰۰۱م کال راپدیخوا ېې دافغانانو سره د بمباریو او جنازو په پورته کولو پیل کړی ده که ټرمپ د۲۰۰۱ کال راپه دې خوا دامریکا حالت ته وګوري چې په نړیواله کچه امریکا څومره منزوي شوه اقتصاد ېې کوم حالت ته ورسید خپله به دافغانانو له دښمنۍ لاس واخلي.
دافغانانو سره د ټرمپ له دښمنۍ لاس اخستل او د خپل امریکایی ولس سره ښه کول دادي چې نور له افغانستانه خپل پوځونه وباسي اوپه افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي افغانان نور پریږدي چې خپل هیواد د نورې نړۍ په څیر په خپله اباد کړي اوداد افغانانو خپل حق دی، افغانان له امریکا دومره کرکه لري چې له دوستۍ ېې هم بې زاره دي.
که ټرمپ په ریښتیا سره خپل ولس ته ګټه رسوي نو د خپل حکومت په پیل کې دې له افغانستانه امریکایی او ورسره د اشرباڼو پوځونوایستلو اعلان وکړي په افغانستان کې چې روانه جګړه پای ته ورسیږي په ټوله اسیا او نړۍ کې به امن امان شي چې داکړنه به نه یواځي دافغانانو بلکه دامریکا لپاره هم ګټوره وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close