ټرمپ: یا موږ سره، یا ایران سره

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د لومړنیو بندیزونو تر یو ځل بیا لګولو وروسته پر خپل ټویټر ګواښ کړی چې له دې وروسته له ایران سره سوداګري کوونکي له امریکا سره سوداګري نه شي کولای.

ټرمپ په دې پیغام کې لیکلي، پر ایران د بندیزونو لګېدل رسما پیل شول، دا تر ټولو جدي بندیزونه دي چې پر ايران لګېږي او په نومبر کې به نور هم پسې سخت شي.

ټرمپ زیاته کړې: هر څوک چې له ایران سره راکړه ورکړه وکړي، له امریکا سره سوداګري نشي کولای، زما موخه د نړۍ سوله ده او له دې پرته بله هیڅ موخه نه لرم.

د یادونې وړ ده، تېره ورځ ډونلډ ټرمپ پر ايران د نويو سترو مالي بنديزونو هدايت صادر کړ، چې سر له نن ورځې «سه شنبه / ۱۳۹۷ / زمری ۱۶» به پيلېږي.

امريکايي چارواکي وايي، دغه بنديزونه به د ايران عمده مالي برخي هدف ګرځوي، چې د ترانسپورت، د غاليو تجارت، طلا او نورو فلزاتو په صادراتو او وارداتو لګول شوي.

 دوی وايي، د ايران دولت به له دې وروسته امريکايي ډالرو ته هم لاس رسی ونه لري.

اروپايي اتحادیه:

د امريکايي ولسمشر تر اعلان وروسته، اروپايي اتحاديې ویلي چې د ټرمپ له دې پرېکړې خوشحاله نه دی. د دغې اتحاديې غړي په دې باور دي چې له ايران سره اتومي معاهده د اروپا، سيمې او ګردې نړۍ د امنيت لپاره مهمه ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close