ټولپوښتنه: امريکا کې د ټرمپ محبوبیت تر پخوا نور هم کم شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۸)

د ګالوپ په نوم يوې موسسې په تازه ترسره کړې ټولپوښتنه کې ويلي چې د پخوا په پرتله د امريکا د ولسمشر ټرمپ محبوبيت لا نور کم شوی دی.

ګالوپ په یوه راپور کې ليکلي چې  د ولسمشر ټرمپ د وروستيو پاليسيو له کبله د هغه محبوبيت په يوه اوونۍ کې په سلو کې څلوېښت سلنه کم شوی دی.

راپور زياتوي، دغه ټولپوښتنه چې د روان کال د اکتوبر مياشتې له (اته ويشتمې تر دوه ويشتمې) نيټې پورې له پنځلس سوه کسانو څخه شوې پکې د ټرمپ محبوبيت د پخوا په پرتله په بې ساري ډول کم (دېرش سلنه) کم شوی او امريکایان ورته د باتدبيره مشر په نظر نه ګوري.

ګالوپ تير کال هم د ټرمپ په اړه په ورته ډول يوه نظرپوښتنه کې د هغه د محبوبيت کچه يواځې دوه څلوېښت سلنه ښودلې وه او پاتې سلنه امريکايانو دا ګمان درلود چې امريکا په نړۍ کې خپل حيثیت له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په امريکا کې د منځنۍ دورې انتخابات رانږدې شوي چې د ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کمیدو سره د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندیدان هم اندیښمن دي.

د ټرمپ د حکومت په کمه موده کې د هغه د ناکامو پاليسيو له کبله ډيری حکومتي کارمندانو له خپلو دندو استعفاګانې وکړې او په وار وار د امريکايي سياستوالو او شنونکو له خوا ټرمپ ته د ځان غوښتونکي او ليوني انسان نومونه کارول شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close