ټولپښتنه!؟

لیکواله_ ثناء ستانکزۍ

که یو انسان په دې سبب بندي وي، چي بل انسان یې وژلی دی او ده هم د هغه پر وژلو اقرار او اعتراف کړی وي او بیا هم د ابتدائې او مرافعې د محکمو له طرفه د اعدام حکم پر را وتلی وي؛ خو د ده په غوښتنه دغه دعوه تمیز یا اخرنۍ محکمې ته لېږل سوې وي، اوس نو که دغه په مرګ محکوم انسان په دغه وخت کي ناست وي او دعاء کوي چي الهي! ماته ښه مر سډیس موټر یا مارک یکس موټر راکړې، الهي! پلانۍ ښځه زما په نکاح کړې، الهي! پلانی باغ زما کړې.

آیاموږ او تاسو به دغه انسان سوچ لېونی ونه بولو؟ اودغه د ده پر غوښتنو به ونه خاندو؟

ځکه دی په مرګ محکوم دی او دی د دنیا شیان غواړي.

خو په حقیقت کي زموږ او ستاسي ټولو دغه حال دی، چي په الهي قول سره هم بندیان یو او هم د اعدام حکم راباندې را وتلی دی؛ خو بیاهم موږ او تاسو د دغه بندي چي د بندګانو له طرفه بندي سوی دی او د اعدام حکم پر سوی دی تر غوښتنو ډیرې غوښتنې لرو او پر خپلو ځانونو خاندو او نه ځانونه لیوني بولو.

بندیان خو په دې یو چي رسو الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: 《الدنیاسجن المؤمن وجنة الکافر》(رواه مسلم وغیره)

ژباړه: دنیا د مومن بندیخانه ده او د کافر جنت دی. نو موږ مسلمانان د رسو الله (صلی الله علیه وسلم) په قول بندیان یو.

او د اعدام حکم زموږ رب عزوجل راباندې کړی دی، هغه چي په سورة الرحمن کي فرمایي:《کل من علیهافان》ژباړه: ټول د روح خاوندان چي پر دغه مځکه دي فناه کېدونکي، مړه کېدونکي دي.

بیاهم الله عزوجل فرمایي: 《کل نفس ذایقة الموت》(سورة الانبیاء)

ژباړه: هر نفس خامخا د مرګ څکونکی دی. مرګ ورته راتلونکی دی.

نو موږ هم بندیان یو هم د اعدام حکم راباندې سوی دی؛ خو غوښتنې مو تر حد زیاتې دي، آیا په دغه صورت کي موږ لېونیان نه یو؟ او که د خندا وړ نه یو؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close