ټول پوښتنه/ غزل

بهار مستغفر

ښکلي پرما لګي ډېرښه زړه ته مو لوېږي کنه؟

 لکه دا ښې یخې اوبه زړه ته مو لوېږي کنه؟

 زما د زړه په کرونده باندې غمونه کري

 دوی ته پرته یې قباله زړه ته مو لوېږي کنه؟

 لمبې د هجر یې سړی داسې ښه سم سوځوي

 لکه دا ټکنده غرمه زړه ته مو لوېږي کنه؟

 دا زما خوښ ښکلي ښارو کې چندان نه اوسېږي

 دوی اوسي ډډو کې د غره زړه ته مو لوېږي کنه؟

 وصال يې ټول سره سکون او خوشــــحالي ده توبه

 زوی مړي خاص لکه نشه زړه ته مو لوېږي کنه؟

د بڼو ګــرد یــې قېمتي او بیخي دومره ښکلــی

چې ورته غوټ مات دي رانجه زړه ته مو لوېږي کنه؟

پر نورانې تندي پریوتې یې ښائسته زلفــي وې

 خلکو! یوځای وي ورځ او شپه زړه ته مو لوېږي کنه؟

 بـس لـه یوه مخــه دي ښکلې د بهار ګلـــونه

 هریو مې زړه هریو مې زړه زړه ته مو لوېږي کنه؟

نېټه : سه شنبه / ۲۰ / ۳ / ۱۴۳۸ هــ ق د هجرت دیار

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close