ټيفا: د انتخاباتو لپاره لازم چمتووالی نه دی نيول شوی

ټيفا: انتخاباتو کميسيون د حکومت په لارښوونه روان دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۲)

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ “ټیفا” مشر محمد نعيم ايوب زاده د راتلونکو انتخاباتو په ترسره کولو اندېښنه ښيي په وينا يې لکه څرنګه چې په کار وه د انتخاباتو لپاره هغه ډول لازم چمتووالی نه دی نيول شوی.

د ایوب زاده په وينا، امنيتي ستونزې، په هېواد کې روان سياسي کړکېچ، د سياسي ګوندونو غوښتنې، د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء د رئيس او کمېشنرانو تر منځ لانجې او تخنيکي مشکلات د راتلونکو انتخاباتو عمده ستونزې دي.

نوموړی وايي، که انتخاباتو لپاره سياسي تفاهم رامنځته، امنيت ټينګ او تخنيکي ستونزې حل نه شي نو دغه ډول حالاتو کې انتخابات کول به افغانسان د يوه بحران سره مخ کړي.

د ټيفا د مشر په خبره، لکه څرنګه چې لازمه وه د ټاکنو لپاره هغه ډول چمتووالی نه دی نيول شوی.

تر دې مخکې ولسمشرۍ ماڼې په تکرار ويلي چې انتخاباتو کمېسيون په چارو کې به دولتي ادارو ته د لاسوهنې اجازه ورنه کړي خو د ټيفا بنسټ مشر وايي د انتخاباتو کمېسيون په ډيری مواردو کې د حکومت په لارښوونو عمل کوي او د څاربنسټونو وړانديزونو ته يې هيڅ پاملرنه ده کړې.

تازه د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي په ګډون یو شمېر سیاسي ګوندونو ګواښ کړی چې په خپل ټول توان هڅه کوي چې د تقلبي انتخاباتو د ترسره کېدو مخه به ونیسي.

سياسي ګوندونه وايي، چې انتخابات دې د بایومټريک سستم په وسیله ترسره شي خو انتخاباتو کمېسيون ویلي چې د وخت د کمبود له کبله دا کار نا شونی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو کمېسيون کمشنر حفيظ الله هاشمي وايي، چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د دولتي ځواکونو ترڅنګ بهرني ځواکونه هم ګومارل شوي دي.

د ميزان اته ويشتمه د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو نيټه ټاکل شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close