ټيفا: د نوم ليکنې پر مهال د رايه ورکولو پاڼې او تذکرې پلورل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۱)

د افغانستان د رڼو ټاکنو اداره “ټيفا” وايي، د انتخاباتو لپاره د نومليکنې پر مهال د رايه ورکولو پاڼې او تذکرې پلورل شوي دي.

د دغه ادارې د ټيفا د دفتر مشر محمد نعيم ايوب زاده کړي او ويلي يې دي چې د غور، بادغيس، فراه او يو شمير نورو ولايتونو کې د رايو پاڼې او تذکرې پلورل شوي دي.

د ايوب زاده په وينا، دغه چاره ډيره د انتخاباتو د ولايتي کمېسيونونو د کارکوونکو له خوا ترسره شوې ده زياتوي په يادو ولايتونو کې يو د انتخاباتو ځينې کارمندانو د کانديد شويو نوماندانو لپاره کار کړی او هغوی ته يې له خلکو سټيکر شوې تذکرې په پيسو رانيولي دي.

شاوخوا څلور ورځې مخکې هم د رڼو ټاکنو د بنسټ مشر ويلي و چې د ټاکنو کمېسيون د مديريت کمزوري، د ټاکنو لپاره د حکومت ناسم سياستونه او د ټاکنو لپاره د نړيوالې ټولنې نه لېوالتيا د دې څرګندونه کوي چې حکومت د رڼو ټاکنو د ترسره کولو اراده نه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close