ټي ټن: د افغان کرکټ ملي لوبډلې توپ وهونکي په ۱۶ بالونو ۷۴ منډې جوړې کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، ۱لیندۍ)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې توپ وهونکي شهزاد محمدي په متحده عربي اماراتو کې د ټي ټين په يوه سيالۍ کې په ۱۶ بالونو ۷۴ منډې جوړې کړې.

دغه سيالۍ چې وړمه شپه د هند د راجپوتس او سینديانز لوبډلو تر منځ وشوې او شهزاد محمدي د راجپوتس لوبډلې لپاره لوبه کوي.

لومړی توپ وهنه سینديانز لوبډلې وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۹۴ منډې جوړې کړې خو د محمد شهزاد راجپوتس لوبډلې ټاکلی هدف د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته پوره کړ.

شهزاد په دغه لوبه کې چې اوپنر وتلی و په شاړلس بالونو ۷۴ منډې جوړې کړې، چې اته يې پکې شپږيزې ووهلې او په دغه  لس اوريز کرکټ لوبه کې يې په دولس بالونو چټکه پنځوسيزه پوره کړه.

دغه سيالۍ به د نومبر نه تر دوهم دسمبر پورې په شارجه نړيوال کرکټ لوبغاړي کې ترسره کېږي او ټاکل شوې چې په ننۍ سياليو کې چې ماذيګر څلور بجې پيل کېږي د بنګال ټايګر له نارتن واريرس سره مخ شي، دغه راز پاوباندې شپږ بجې به سينديانز له کيرالا کينګز سره لوبه کوي او اته نيمې بجې ماراتا ارابانس له پنجاب ليجينډ سره مخ کېږي.

په دغه ټورنمټ کې د پښتون په نوم ځانګړې لوبډله هم شته چې مشري يې د پاکستان لوبډلې د پخواني کرکټر شاهدافريدي په غاړه ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close