ټیپو سلطان شهيد یودیرشمه برخه

په تېر پسې….

سزا کیدونکو ټولو وګړو ددې پړه د محمدعلي کمیدان په اوږو ورواچوله، هغوی به په چیغو چیغو ویلې:

«اې کور خرابه! مونږ ستا په  خاطر تباه او برباد کړل شوو. ستا سره په همدردۍ زمونږ غوږونه او پوزې پرې کړل شوې. خو تاته یوازې د نظربندۍ سزا درکړل شوه، خداې دې بېړه غرقه کړه …»

محمدعلي کمیدان د خپلو ملګرو آه او زاري اوریدله او ډېر زیات پرې غمژن او پښیمانه و. هغه یې په یوه  کور کې نظر بند کړ.

او….. هغه  په همغه لمړۍ شپه د الماس په خوړلو خپل ژوند ختم کړ. الماس د هغه په ګوته کې د غمي په ځاي ایښوول شوی وو.

په یوه بله وینا کې راغلي دي چې محمدعلي کمیدان په  بندي خانې کې خپله ژبه را وویستله او ساه یې ورکړه.

کله چې سلطان د محمدعلي کمیدان د ځان وژنې څخه خبر کړل شو نو ډېرافسوس یې وکړ.

محمدعلي کمیدان د ډېرو ښیګڼو مالک وو، هغه ډېر ښه  شهسوار، توره وهونکی، او فوځي سالار وو. هغه په ډېرو ځایو کې دښمن ته د خپل ذهانت په اساس ماتې ورکړې، د دې ټولو ښېګڼو تر منځ د هغه فقر او غریب پالنه تر ټولو مهمه ښېګڼه وه. د هغه په دسترخوان باندې به هر وخت لس شل کسه فقیران هرومرو ناست وو. د محمدعلي کمیدان د سخاوت او پراخۍ دا حال وو چې هغه ته به تنخوا او یا د تنخوا نه علاوه نور څه انعامات تر لاسه شول نو هغه به یې ټول د سپاهیانو او فقیرانو تر منځ  وېشل. آن تر دې چې کله به یې شاهي خزانه هم په ګوتو ورغله نو هغه به هم د هغه د سخاوت په اساس د اړو انسانانو تر مینځ  وویشل شوه.

خو!

د دې تر څنګ هغه یو انسان وو، یو بنده او بشر وو. هغه د ښېګڼو تر څنګ څه عیبونه هم درلودل.

هغه هیڅکله هم د خپل کور په لور توجه نه کوله. په خپل سرۍ او ضد کې دومره کلک وو چې یو ځل نواب حیدر علي خان د خپلې دندې څخه ګوښه کړی وو. او اوس  همدغې  خپل سرۍ او ضد د هغه روح هم پسې واخست.

د سخاوت انتها یې دا وه چې د مړینې وروسته یې د کوره څخه د یوې خولۍ او څو جوړه زړو جامو نه پرته نور څه تر لاسه نه شول. د هغه کونډې د ملکې مور د عافیت تر سیورې لاندې خپل  پاته ژوند ترسره کاوه.

دا په زړه پورې خبره وه چې سلطان ټيپو چې نژدې ۱۵میاشتې کېدې د میسور د سلطنت سلطان ګرزیدلی وو تر دې وخته پورې یې د خپل دارالسلطنت مخ هم نه و لیدلی. د منګلور د سوبې وروسته سلطان د سرنګاپټم په لور مخه کړه، په لاره کې یې د مختلفو بغاوتونو د له منځه وړلو په خاطر د «بل» او «کورګ» په لور هم لښکرې ولیږلې او د دې سرکشیو د ځپولو نه وروسته د ګرمۍ په موسم  کې سلطان د سرنګاپټم په زمکه قدم کېښود.

د سلطان د راتلو په وخت کې د سلطنت عمائدینو د هغه ډیر ګرم استقبال وکړ ځکه چې دا لمړی ځل و چې سلطان دارالسلطنت ته د سلطان په څېر را ننوتی وو او په تخت  ناست وو. د هغه د راتلو په خاطر په شاهي محل کې هر لورې ته رڼاګانې رڼې وې، د هندوانو په راج محلونو کې په څرګنده توګه همداسې مناظر تر سترګو کیدل. «راج ماتا لکشم» او «راني دیواجي مني» د سلطان لپاره نذرانې را ولیږلې.

نور بیا…

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close