ټیپو سلطان

پنځه ویشتمه برخه

په تیر پسی……….

د کلابندۍ درې میاشتې تیرې شوې وې چې موسمي بارانونه  پیل شول، بارانونه دومره زیات شول چې سیلابونه یې راوویستل، او ټوله  سیمه یې د اوبو لاندي کړه. په  همدې وخت کې سلطان ته خبر ورسید چې دښمن ته د سمندر د لارې بسپنه رارسیږي. سلطان سمدلاسه خپلې پنځه شپږ جنګي کښتۍ سمندر ته ورښکته کړې او بیا همدې کښتیو د دشمن د کومک ټولې لارې و تړلې.

د منګلور د کلابندۍ د اوږودوالي یو علت  دا و چې پدي وختو کې د انګریزانو او فرانسویانو تر منځ د «ډارسایی» تړون لاسلیک شوی وو. د دې تړون د شپاړسمې مادې په اساس د دې دواړو قومونو تر منځ  جنګ بندي شوي وه، که څه هم دا جنګ  بندي په اروپا کې شوې وه خو دې دواړو ډلو په هند کې هم د خپلو خپلو لورو څخه جنګ بند کړی وو. د سلطان په لښکرو کې فرانسوي عسکر هم وو  نو د دي تړون  نه د خبریدو سمدلاسه وروسته  هغوی هم جنګ  بند کړ، ځکه دهغوی تر مخه  انګلیسان وو. د فرانسویانو همدغه  چپه خوله  جنګ بندۍ د منګلور د کلابندۍ د اوږدیدو سبب وګرځید.

د سختو بارانونو سره سره بیا هم  سلطان د منګلور په کلابندۍ کې کومه نرمي را نه وسته. ترڅنګ یې د فرانسوي ځواکونو چپه خوله اوربند هم له نظره وغورځاوه.

هر څومره چې جنګ اوږدیدو په هماغه اندازه د کلا په اوسیدونکو کي بې اطمیناني زیاتیدله. د مدراس والي میګارنټي څو ځلې هڅې وکړې چې سلطان د سولې د تړون  په لاسلیک کولو راغب کړي خو د کلکتې او بنګال والي لارډ غوښتل چې د سلطان سره دهغه د شرایطو په رڼا کې سوله وکړي. هغه دهمدې کار لپاره د کلکتې څخه نیغ په نیغه خپل دوه کسه کمیشنران سلطان ټیپو ته را ولیږل خو هغوی د سختو بارانونو په واسطه په لاره کې بند پاته شوی وو.

سلطان د منګلور کلابندي نوره هم سخته  کړه. د دې سختۍ د ویرې د منګلور اوسیدونکو په «ډنډیګل» کې د انګریز فوځ  د کرنل فلرټن نه د کومک غوښتنه وکړه. کرنل  فلرټن د دې خبر سره سم خپل فوځونه تیار کړل او د ډنډیګل څخه راووت. خو هغه د منګلور په ځای د سرنګاپټم په لور ولاړ.

کرنل فلرټن  فکر کاوه چې د منکلور په  لور، چې  درې  درنیم  سوه  میله  لرې  واټن لري، د تلو په ځاې به د سرنګاپټم په لور حرکت وکړي چې دا به هم ګټور وي اوهم به په سرنګاپټم باندې یرغل د منګلور په  نسبت اسانه وي. کله چې د دې پیښې خبرسلطان ته ورسید نو هغه د دارالسلطنت د خوندي پاته کیدو په خاطر د منګلور کلابندي پای ته ورسوله او دارالسلطنت  ته ولاړ.

کرنل  هم د خپل پلان سره سم  پالاګهات  ته  ورسید  او په هغه سیمه یې ولکه وکړه، بیا مخته ولاړ، دا هغه وخت وو چې د  بنګال د لارډ هټینګز دواړه  کمشنران  هم  سرنګاپټم ته رسیدلي وو او د هغه  ځای والي معین الدین سید صاحت  سره یې د سولې خبرې اترې پیل کړې وې او دا خبرې  یی نورې هم پسې  غځولې.

په همدي وخت کې سید صیب   ته د کرنل فلرټن  له خوا د  پالاګهاټ د نیولو خبر ورسید.

سید صیب د دې خبر د اوریدو سره سم د سولې خبرې و ځنډولې او کرنل فلرټن ته یې د یوه لیک په واسطه خبر ورولیږه  چې  هغه دې بیرته  ډنډیګل ته  ستون  شي. خو مغرور  فلرټن د دې لیک د لوست زحمت هم و نه ویست او هغه یې د لیک راوړونکي ته بیرته  ورکړ. اوس نو د هغه لښکر ګوتمبور ته  رارسیدلی وو. او هغه په دې ډاډمن وو چې ډیر ژر به  په  سرنګاپټم باندي هم ولکه  وکړي.

په کوټمبور باندې د ولکې کولو په وخت کې  کرنل  فلرټن  ته د دواړو کمشنرانو لیک هم ور رسیدلی وو، پدې لیک کې یې هغه ته ویلي وو چې ددې نه مخته را نشي، ځکه چې د سولې خبرې اترې په  خپلې اخري مرحلي کې دي. خو کرنل  فلرټن ددې لیک هم پروا ونکړه او د سرنګاپټم د نیولو لپاره یې خپل ځواکونه رامخته کړل.

د لارې په اوږودو کې کرنل فلرټن د فریډرک شوارز پادري سره ولیدل. شوارز پدې وخت کې ددې دواړو کمشنرانو یو پیغام  له ځانه سره درلود او د سلطان په لور روان وو. هغه د کرنل فلرټن سره د مخامخ کیدو په وخت کې وویل:

«کرنل صیب!  دا ډیره د افسوس خبره ده چې هلته د سلطان سره د  سولې خبرې روانې دي او ته د نوي سلمي سوبي په فکر کې یې. تا په دې  وخت کې  پالاګهاټ او کوتمبور و لړزول آیا ته پدې پوهیږي چې سلطان به ددې خبرې دخبریدو نه وروسته د سولې پدې کاغذ لاسلیک وکړي؟ زما په فکر چې هیڅکله به یې هم ونکړي، پادري پخپله پوښتنه هم وکړه اوځواب  یې هم ووایه. د هغه په دې خبره باندې کرنل و خندل او بیا یې په ډیره هوښیارانه توګه وویل چې:

«پلاره! زه اوس ستا سره هیڅ کومک نشم کولی. یعنې تاته پدې اړه  ځواب نشم درکولی.»

پادري تروش تندی یوې لورې ته شو او بیا یې کرنل ته شا واړوله او په  همدې وخت کې د سلطان په لور ور روان شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close