ټېکساس: د (سان ایتټونیو) پر هوايي ډګر ډزو، دوه کسان وژلي

کابل ټکی کام ۲۱حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
امریکایي ټېکساس ریاست خبر ورکړی دی، چې تېره ورځ جمعه د (سان ایتټونیو) پر هوايي ډګر د ډزو له کبله ۲ کسان وژل شوي دي.
ائیر فورس ټایمز خبري رسنۍ پنټاګون ته د نږدې سرچینو له قوله لیکلي دي، چې یوه ائیرمېن د دغه هوايي اډې لیک لېنډ کې ۳۳۱ د نهم تربیتي اسکوارډن د ګډې اډې پر کمانډويې افسر ډزې کړي دي.
پولیسو ویلي دي، چې د پېښې علت نه دی معلوم، او د کس پېژندګلوي هم نه ده شوې.
پولیسو همدا راز ویلي دي، دغه پېښه چې تېره ورځ جمعه سهار د ځایي وخت شاوخوا ۹ بجې رامنځته شوې ده، په یوه پوځي کمره کې د دوو کسانو جسدونه ترلاسه شوي دي.
د بیکسر کاوونټي پولیس ویاند جیمز کېت ویلي دي، چې دا مهال پولیسو د ودانۍ او ودانۍ ته په څېرمه ځایونو کې څېړنې پیل کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close