پارلماني انتخابات او غربي میډیا

د واحد فقیري ورځني سیاسي نوټونه (۲۳۹)

واشنګټن پوسټ د اکټوبر پر ۲۰ لیکي د افغانستان پارلماني انتخاباتو په اړه دونه ویلای سو چي اقلا وسول، خو لدې ها خوا ته انتخابات فقط او فقط ګډوډي او بې نظمي وه.

په کابل او نورو ولایاتو کي زیاتره انتخاباتي مرکزونه ساعتونه تر خپل ټاکلي وخت ناوخته خلاص سول. عبث او بې ځایه انتظار خلګ له رایي ورکولو څخه بېزاره کړل، او ناامیده خپل کورونو ته ولاړل. هغو خلګو چي رایه ورکړه، هغوی وايي چي په مرکزونه کي بې نظمي او ګډوډي وه. د رایو صندوقونه ورک ول. د نومونو لیسټونه غلط ول، او د بایومیټریک ماشینونه نه ول نصب سوي. د کابل په یوه مرکز کي ۵۰۰۰ کسان ثبت ول، مګر فقط ۱۰۰ خلګو رایه ورکړه.

بلخوا، د هیواد په ګوټ ګوټ کي چادوني او تشدد روان ول، او زیات خلګ د چادونو له ډاره د رایو لاینونه پرېښودل. طالبانو د انتخاباتو د ګډوډولو تهدید کړی وو. په ټول هیواد کي ۱۶۴ حملې ثبت سوي دي. په کابل کي اکثره لويي لاري بندي وې، او بازارونه او سړکان عموما تش ول.

نیویارک ټایمز د اکټوبر پر ۲۰ لیکي پارلماني انتخابات باید درې کال پخوا سوي وای، خو د سیاسي ناندریو او بد امنیو په خاطر بیابیا وځنډل. په کندهار او غزني کي انتخابات و نه سول. مقدماتي ارقام ښيي چي په ګرده هیواد کي قریب ۱۵ تنه وژل سوي، او ۱۵۰ کسان ټپي سوي دي.

ویل کېږي چي د انتخاباتي مرکزونو ۳۳ ٪ فیصده نه ول خلاص سوي. همدا او نور مشکلات به د انتخابات مشروعیت تر سوال لاندي راولي. له وخت راهیسي چي د طالبانو رژیم رانسکوره سوی دئ، دا پنځم انتخابات دي. پر دې ټولو انتخاباتو باندي تقریبا یو ملیارډه ډالره لګېدلي دي، خو بیا هم د انتخاباتو لپاره یو منل سوی میکانزم نسته، او نه هم د تقلب د مخنیوي لپاره لازم بند و بست نیول سوی دئ.

د ګارډین اخبار د اکټوبر پر ۲۰ لیکي حتي د رایه اچولو په هغو مرکزونه کي چي له تشدد څخه په امان ول،‌هلته هم د تذکزو او راجسترېشن په برخه کي ستونزي وې. اکثره مرکزونه ناوخته خلاص سول.

ګارډین لیکي د کاندیدان ستره برخه ځوانان تشکیلوي، او دا د هغوی لومړی ځل دئ چي په انتخاباتو کي برخه اخلي. اکثره خلګ غواړي چي ځوانانو ته رایه ورکړي، ځکه د پخوانیو وکیلانو څخه چندان څوک ښې خاطرې نه لري.

ویل کېږي چي ۹ میلونو خلګو ځانونه راجسټر کړي دي،‌ خو اکثره تقلبي ښکاري. څرنګه چي د رایو ځیني مرکزونه پر وخت خلاص نه سول، نو لهذا سبا به هم د رایو ورکولو پروسه جریان ولري.

ځیني رایه ورکونکي وايي چي د پارلماني انتخاباتو څخه زیاته توقع نه لري، او پوهېږي چي په انتخاباتو کي تقلب زیات دئ، خو بیا هم انتخابات د خپلو هیلو د تحقق لپاره یوازنۍ لاره ګڼي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close